کوئټه کې وسله والو ضلعي اليکشن کمشنر وژلى

اسلام آباد کې د الیکشن کمیشن مرکزي دفتر

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې ضلعي اليکشن کمشنر ضياء الله دډزو په يوه پيښه کې وژل شوى دى.
سرچينې وائي وسله والو کسانو په ضلعي اليکشن کمشنر هاغه مهال ناڅاپي ډزې وکړې کله چې هغه په دکوئټې په سيټلا ئيټ ټاؤن سيمه کې دچاندي چوک سره نزدې تيريدو.
اليکشن کمشنر په زخمي حالت کې روغتون ته ورسول شو، خو هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې وکړه، دهغه مړى دپوسټ مارټم لپاره سول هسپتال ته رسول شوى دى.