کوټه کې د تشدد پرضد احتجاجي کاربندیز

د خالي په ورځ شوې د شیعه فرقې خلاف شوې بم حمله کې د وژل شوؤ خلکو شمیره ٨٥ ته رسیدلې ده. وژل شوؤ کسانو کې زنانه او ماشومان شامل دي

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د خالي په ورځ شوې خونړي تشدد خلاف د اتوار په ورځ احتجاج کې کاروبارونه تړل شوې وو او د عام ژوند پیا ولاړه وه.
د خالي په ورځ شوې د شیعه فرقې خلاف شوې بم حمله کې د وژل شوؤ خلکو شمیره ٨٥ ته رسیدلې ده. وژل شوؤ کسانو کې زنانه او ماشومان شامل دي.
د شیعه فرقې تنظیم وحت الامسلمین او د هزاره ډیموکریټک پارټۍ په غږ کوټه کې د اتوار په ورځ احتجاجي کاربندیز وو او کاروباري مرکزونه تړل شوې وو.
بلوچستان کې د گورنر د طرفه اتوار د ماتم ورځ ټاکلی شوې وه او په سرکاري ودانو د پاکستان بیرغونه په نیم کښو کچه لگول شوې وو.
کوټه کې د ورستۍ پیښې په حقله د هزاره ډیموکریټک پارټۍ مشر عبدالخالق هزاره سره د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمید سمسور مرکه کړې ده، تاسو يي دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

Hazara Reaction