پاکستان: باراني او سېلابي پېښو کې د مړو شمېره 195 ته رسېدلې، 65 يواځې پښتونخوا کې مړه شوي

Pakistan Weather

پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي، په ملک کې د لومړۍ جولايۍ څخه راپدېخوا د بارانونو له امله د کورونو د چتونو او ديوالونو غورځېدو او سېلابي پېښو کې د مړينو شمېره 195 ته رسېدلې او 362 پکې ژوبل شوي دي.

اېن ډي اېم اې پرون په 18م اګست ویلي، په تېرو 24 ساعتونو کې اووه تنه مړه شوي، چې پکې شپږ تنه د پنجاب صوبې په فېصل اباد او سيالکوټ کې د يوې کارخانې د چت غورځېدو او سېلاب کې مړه شوي دي. بل تن د بلوچستان په ژوب ضلعه کې د سېلاب ښکار شوی دی.

اېن ډی اېم اې د نن (19م اګست) ماښام پورې د بلوچستان صوبې په ژوب، لورالايي، نصير اباد، سبي، قلات او مکران ډويژن کې او د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان، ملتان او بهاولپور کې د سختو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د اېن ډي اېم اې د شمېرو ترمخه د لومړۍ جولايۍ نه تر پرونه پورې په ټول ملک کې 195 تنه د بارانونو په نتيجه کې په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي دي.

ويل شوي، پنجاب صوبه کې 74 تنه، خېبرپښتونخوا کې 65، سيند صوبه کې 32 او بلوچستان کې 15 تنه مړه شوي دي.

اېن ډي اېم اې زياته کړې، په مړه شوو کسانو کې 98 ماشومان، 67 نارينه او 30 ښځې شامل دی.
دغه ډول پنجاب کې 210 او خېبرپښتونخوا کې 112 کسان ژوبل شوي هم دي.

خېبرپښتونخوا کې د مرګ ژوبلو شمېرې په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) هم شريکې کړي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ياده موده کې 2293 کورونه هم اغېزمن شوي، او 352 څاروي مړه شوي دي.
ويل شوي، بلوچستان صوبه کې 43 کلوميټره سړک هم اوبو وړلی دی.