سپريم کورټ : حکومت دې دبلوچستان په اړه راپور وړاندې کړي

بلوچستان کې دبشري حقونو دسرغړونې او امنيتي صورتحال په اړه ديو درخواست داوريدنې په مهال دپاکستان سترې محکمې په دغه معامله دحکومتي راپور وړاندې کولو لپاره بيا احکامات جاري کړي او اوريدنه يې دنومبر تر دوهمې نيټې پورې ځنډولې.
په چيف جسټس افتخار محمدچوهدري، جسټس خلجي عارف حسين او جسټس جواد ايس خواجه ميشتمل دسترې محکمې درې کسيز بينچ دبلوچستان بار ايسوسي ايشن لخوا دبلوچستان دبدامنۍ په اړه ديو جمع کړي درخواست اوريدنه کړې.
داوريدنې په مهال داخله سکتر کى ايم صديق اکبر هم بينچ ته وړاندې شو.
محکمې دبلوچستان دبدامنۍ په اړه دراپور وړاندې کولو کې دداخله سکتر په ناکامۍ دناخوښۍ څرگندونه وکړه.
چيف جسټس افتخار محمدچوهدري پخپلو څرگندونو کې وويل دغه معامله سنجيده ده او په دې اړه يې په بې احتياطۍ خبردارى ورکړو.
بينچ ډپټي اټارني جنرل ته امر وکړو چې داخله سکتر دې دراپور سره راوغواړي.
ډپټي اټارني جنرل وويل اټارني جنرل عرفان قادر په دغه معامله دليلونه وړاندې کول غواړي چې ددې په ځوابکې چيف جسټس وويل عدالت راپور غوښتى او زياته يې کړه چې دليلونه به وروستو واوريدل شي.
هغه وويل که چرې په بلوچستان کې ائين نۀ نافذيږي نو دبلوچستان حکومت دکوم اختيار لاندې کار کوي.