پاکستان هڅه کوي د بلوچستان په ګوادر کې د چین په مالي مرسته جوړ شوي بندر ته تجارتي هلې ځلې را جذب کړي خو کارپوهان وايي هلته د ناامۍ، د بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي او د بندر د کامیابېدو لپاره د پلانونو نشتوالی په دې کې لوی خنډ دی.
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختیا د مرکزي وزیر احسن اقبال په مشرۍ له یوې غونډې وروسته د چارشنبې- شورو په ورځ په یو بیان کې ویل شوي، چارواکي دې بندر ته د تجارت د را ماتولو لپاره څه پلان نه لري.
په بیان کې ویل شوي، "[مرکزي] وزیر د ګوادر بندر لپاره د تجارتي تجزیې او یو جامع عملیاتي پلان د نشتوالي یادونه وکړه او د دې د صلاحیت د پرانیستلو لپاره یې د سمدستي هڅو غوښتنه وکړه."
د بیان له مخې، احسن اقبال امر کړی چې د تجارتي ټرېفیک د پیدا کولو لپاره دې په شپږو میاشتو کې دننه د عمل یا ایکشن پلان جوړ کړای شي.
ګوادر بندر په 2016م کال کې فعاله شوی وو او تجارتي هلې ځلې پکې په رسمي ډول پیل شوې وې. د بلوچستان حکومت په هماغه کال کې د ګوادر د سېف سيټي [خوندي ښار] د پراجیکټ لپاره 10 ارب روپۍ ځانګړې کړې وې.
د بلوچستان صوبې ګوادر بندر د عرب سمندر په ګرمو اوبو کې جوړ شوی چې په 2007م کال کې د تقریباً 250 میلین ډالرو په لګښت جوړ شوی او د چین د بهرنیو بندرونو «اوورسیز پورټس هولډنګ» کمپنۍ یې له 2013م کال راهیسې چلوي.
که څه هم دا بندر په 2015م کال کې د شاوخوا 60 ارب ډالرو په لګښت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ «سیپېک» تر پیلېدو مخکې جوړ شوی وو، خو دا د بېجینګ د بیلټ اینډ روډ د یوې برخې په توګه د انرجۍ، بنیادي اډاڼو او سرمایه کارۍ د منصوبې "د تاج ګېڼه" بلل کیږي.
د ګوادر ښار دننه او شاوخوا سیمو کې تقریباً د یو ارب ډالرو اضافي په پرمختیایي اډاڼو لګېدلې خو د پاکستان د سمندري چارو وزارت په یو رپوټ کې ویلي، د 2022-23 مالي کال په مهال د ګوادر د درو لنګرونو له لارې د پاکستان د سمندري تجارت تر یو فیصد کم تجارت شوی.
د سیډني په ټیکنالوجۍ پوهنتون کې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ یو څېړونکی محمد فیصل وایي، "دا ټول د پاکستان د حکومتدارۍ په نظام کې د اوږدمهاله پلان د نشتوالي نخښې دي."
وزیراعظم شهباز شریف په ګوادر کې د بار وړلو د تجارتي فعالیتونو د زیاتولو لپاره د سې شنبې- نهې په ورځ د کابینې غونډې ته وویل، د پبلک سیکټر 60 فیصده درآمدات او برآمدات باید له دې بندره تېر شي.
شهباز شریف د تېر کال په اګست میاشت کې د کابینې په غونډه کې امر کړی وو چې لږ تر لږه 50 فیصده د بار وړلو پبلک بېړۍ باید له دې بندره تېرې شي.
د پاکستان مخکیني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وي او اې ته وویل، ګوادر بندر اوس مهال د لویو باروړونکو بېړیو د سمبالولو لپاره د اړتیا وړ بنیادي اډاڼه او بشري ځواک یا نفري نه لري.
عباسي په ګوادر بندر کې د تجارتي هلو ځلو د فعالیت په اړه د شهباز شریف د حکومت چلند غیرحقیقي وباله او زیاته یې کړه، "تر څو تاسو هلته له درې ارب تر څلور ارب ډالرو پورې نور ونه لګوئ او یو نړیوال معیاري بندر جوړ نه کړئ، تاسو واقعاً دا بندر نه شئ بللی".
د رپوټونو له مخې د ګوادر بندر چلوونکې چینایي کمپنۍ پلان لري چې تر 2025م پورې په دې بندر کې ټول 100 د بېړۍ درولو لنګرځایونه جوړ کړي.
ګوادر بندر ته نیزدې چې د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو لوی هوایي ډګر جوړ شوی هغه هم تر ډېره حده نه دی کارول شوی. د پاکستان د هوابازۍ ادارې د ویبپاڼې سکای سکېنر د رپوټ له مخې له دې لوی هوایي ډګره په اوونۍ کې درې پروازونه کراچۍ ته کېږي او یو نړیوال پرواز عمان ته کېږي.
د ګوادر نړیوال هوایي ډګر د چین د 230 میلین ډالرو په مرسته جوړ شوی، خو تېره میاشت یې چې د پیلېدو نرمه پرانیسته وشوه، تر هغه مخکې یې پرانیستنه څو ځله وځنډېده.
د منصوبۍ بندۍ مرکزي وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ په خپل بیان کې ویلي، وزیر احسن اقبال د بازار موندنې د ټېمپلیټونو او پېکجونو د چمتو کولو امر وکړ چې مقصد یې د ګوادر بندر په وسیله د ارزانه او نړیوال تجارت لپاره ممکنه لارې پرانیستل دي.
په ګوادر کې ناامني او د اسانتیاوو نشتوالی
شاهد خاقان عباسي د هوابازۍ ماهر هم دی، هغه وي او اې ته وویل د ګوادر نوی هوايي ډګر د اوږدې مودې لپاره د ژورو اوبو د بندر لپاره ډېر مهم دی، خو وایي په ښار کې د اوبو، بجلۍ او امنیت په څېر بنیادي اسانتیاوو نشتوالی دا مهال دا اېرپوټ د هوايي کمپنیو لپاره د دلچسپۍ او کشش وړ منزل نه دی:
"هوایي کمپنۍ یوه بنیادي اړتیا لري او هغه د مسافرو لرل دي، خو هیڅ مسافر نه غواړي ګوادر ته سفر وکړي یا له ګوادره بهر سفر وکړي."
په بلوچستان کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي چې په وروستیو میاشتو کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي. دوی نه یواخې پر پاکستاني امنیتي ادارو بلکې د ګوادر په ګډون په صوبه کې د ټولو پرمختیایي منصوبو پر کارکوونکو بریدونه کوي.
د ګوادر په ګډون د صوبې په مرکز کوټه او نورو ښارونو او همدارنګه په کراچۍ کې هم له سیپېک منصوبې سره پر تړلو چینایي کارکوونکو په وار وار بریدونه شوي چې ذمه وارۍ یې بلوڅو وسلوالو تنظیمونو منلې دي او چین ته یې خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې خپلې پرمختیایي چارې ودروي.