پاکستان به د ازربايجان نه په اسانو شرطونو مایع ګېس اخلي

د جون په ۱۲ مه نیټه پاکستان ته د روس نه د پیټرولو لمړۍ سمندري بیړۍ له روس څخه رسیدلې چې پکې ۴۵۰۰۰ مټرک ټنه خام تیل وو

پاکستان د ازربايجان نه په اسانو شرطونو مایع ګیس د اخیستلو دپاره کاریزه لوظنامه لاس لیک کړې ده.

دا لوظنامه د وزیراعظم شهبازشریف په موجودګۍ د پاکستان مایع ګیسو شرکت او ازیري شرکت ایس او سي ای ار په لاهور کې لاس کړه.

د ریډیو پاکستان د خبر له مخه وزیراعظم په دغه موقع خپله وینا کې وویل ددې لوظنامې موده تر یوه کاله پورې ده خو وروستو بیا تر بله کاله هم غځول کیداۍ شي.

شهباز شریف ده زیاته کړه ددې لوظنامې ترمخه ازربایجان به هره میاشت د یو کارګو مایع ګیس پاکستان ته وړاندیز کوي او دا به د پاکستان خوښه وي چې قبلوي يي او که نه خو ددې به په پاکستان هیڅ کومه جرمانه نه وي که يي نه قبلوي.

یاده دې وي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون په ۱۴ د ازربایجان سفر کړی وو او هلته يي د ځاي چارواکو سره هم په دې موضوع خبرې اترې کړې وې.

دا په داسې وخت چې د جون په ۱۲ مه نیټه پاکستان ته د روس نه د پیټرولو لمړۍ سمندري بیړۍ له روس څخه رسیدلې چې پکې ۴۵۰۰۰ مټرک ټنه خام تیل وو.

دغسې د جون میاشتې په ۲مه نیټه د پاکستان،ایران ، افغانستان او روس سره د مال په بدله د مال کاروبار لوظنامې لاس لیک کولو ورستو د جولايۍ په ۹مه نیټه د روس نه د ټرکونو لمړۍ قافله د افغانستان په لار طورخم ته رسیدلې.

د ايي ایم ایف سره د قرض ترلاسه کولو په خبرو کې د ځنډ په سبب د پاکستان په اقتصادي مشکلاتو کې اضافه راغلې او د یادې ادارې نه د درې اربه پور ترلاسه کولو لوظنامې باوجود نړیوالې ادارې د ملک اقتصادي حالاتو اینده ښه نه ویني