د نړۍ له گوټ گوټ نه څه د پاسه ٢٠٠٠ حکومتي مشران، د ملگرو ملتونو چارواکي، سرمایه کاران، او د مدني ټولنو او بشري حقونو د ادارو کارکنان په جینیوا کې سره راغونډېږي چې په لومړني گلوبل ریفیوجي فورم یا د کډوالو نړېوال فورم کې برخه واخلي.
دغه بحث به د گل یا دوشنبې په ورځ پیل شي او درې ورځې به وغځیږي، چې هدف یې د کډوالو سره او همدا ډول له هغو ملکونو سره چې کډوال پکې اوسیږي، د مرستو د نویو طریقو موندل او د ملاتړ کولو تازه ژمنې اخیستل دي.
په دې فورم یا بحث کې به د جرمني، ترکيې، پاکستان، کاسټا ریکا، ایټوپیا، سومالیا، او نورو ملکونو مشران گډون وکړي او د کډوالو په اړه به پر ډېرو مهمو موضوعاتو خبرې وشي.
اوس مهال د جگړو، شخړو، او یا د حکومتونو د څار له وېرې، په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ٧٠ میلینه خلک په جبر بېځایه شوي او کډوالۍ ته مجبوره شوي دي. په دې منځ کې، ٢٥ میلینه یې هغه مهاجر دي چې له خپلو ملکونو وتلي او بیرته خپلو سیمو ته نشي تللی.
د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وایي د نړۍ د ټولو پناه غوښتونکو دوه په درېیمه برخه، یوازې په پنځو ملکونو پورې تعلق ساتي: شام (٦.٧ میلینه)، افغانستان (٢.٧ میلینه)، جنوبي سوډان (٢.٣ میلینه) میانمر (١.١ میلینه)، او سومالیا (٠.٩ میلینه).
ملگري ملتونه زیاتوي چې د وروستیو شمېرو ترمخه، ترکیه ٣.٧ میلینه مهاجرو ته په ځای ورکولو سره، په نړۍ کې د مهاجرو تر ټولو ستر کوربه هېواد دی، چې اکثره دا مهاجر د شام له جگړو څخه ترکیې ته تېښتېدلي دي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي هیله لري چې په جینیوا کې د دې هفتې په بحث کې د مهاجرو د ستونزو په هکله غټې ژمنې ترسره شي. د دې ادارې ویاند، بابر بلوچ، وي او اې ته وویل چې په کار ده د بېځایه شویو او پناه غوښتونکو په چارو کې د نړۍ رویه بدله شي.
همدا راز تمه ده چې پرائیوېټ سېکټور هم د کډوالو د مرستې په برخه کې زیاتې ژمنې وکړي. د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي چې د دې هفتې په فورم یا بحث کې به د سلو نه زیاتې شخصي کمپنۍ او تنظیمونه برخه واخلي چې هغو کې د آیکیا او لېگو مشهوره کمپنۍ هم شاملې دي.