شمالي وزیرستان کې ډرون ٢ مشکوک وسله وال وژلې

North Waziristan map

د افغانستان په پوله پرته د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې بې پائلټه هوائي جهاز یا ډرون د مشکوک وسله والو په یو موټر حمله کړې ده چې له امله يي دوه مشکوک عرب وسله وال وژل شوې دي.
د چارواکو د وینا ترمخه ډرون حمله د شمالي وزیرستان میر علي کلې سره نزدې شوې ده چې پکې په یو روان گاډې باندې څلور مزائیل ویشتلی شوې دي.
ډرون حمله کې دوه مشکوک عرب وسله وال وژل شوې دي خو د قامیت په حقله يي معلومات مخ ته نه دي راغلي.
امریکائي چارواکې وائي شمالي وزیرستان د حقاني وسله والې ډلې مرکز دی چرته نه چې دغه ډله افغانستان کې د خارجي او افغان ځواکونو خلاف حملې ترسره کوي.
د مۍ د میاشت راهسې پاکستا ن کې د مشکوک وسله والو خلاف د ډرون په حملو کې زیاتوالی راغلی دی.
پاکستاني چارواکې ډرون حملې د هیواد د خپلواکۍ خلاف ورزي گڼي او وائي ډرون حملو کې ملکي کسان هم وژل کیږي. خو امریکائي چارواکې وائي ډورن د وسله والو خلاف کامیابه وسله ده.