پولیس: په پنجاب کې عیسايي پادري په قاتلانه حمله کې زخمي شوی

پېسټر ويکي غوښتنه وکړه چې حکومت دې هغه او د هغه ټولنې ته تحفظ ورکړي چې دا ډول دوي بغیر د څه ویرې په پاکستان کې ژوند وکړی شي. هغه وویل په هغه حمله کې ککړ کسان دې انصاف ته راکښ کړی شي

د پاکستان په پنجاب صوبه کې پولیس ویلي یو عیسايي پادري په قاتلانه حمله کې زخمي شوی دی.

په عیسايي مذهبي مشر حمله په فېصل اباد کې شوي چېرته چې تیره میاشت قهرجنو خلکو د ۱۲ نه زیاتې کلیساګانې او د عیسایانو په شلګونو کورونه سوځولي دي.

پېسټر ويکي پولیس ته وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یوه ګرجا کې د عبادت نه پس د زوي سره په موټرسایکل کور ته روان وو چې یو مسلح تن پې حمله وکړه.

ويکي په اوږه زخمي شوی او د ټولنې غړي يې وايي هغه په هسپتال کې دی.

پېسټر ویکي پولیس ته د هسپتال نه وویل د حملې نه درې ورځې مخکې حمله کوونکي او یو بل تن په هغه د پېغمبر اسلام د توهین الزام لګولی و او هغه يې ته د مرګ دړکه ورکړې وه.

پولیس چارواکو د دې تصدیق کړی چې په پادرې د حملې په اړه يې تحقیقات شروع کړي دي.

پېسټر ویکي پولیس ته په یو شکایت کې ویلي چې د نامعلومه کسانو د کلیسا په دیوال اسلامي نعرې لیکلې وې چې د مقامي قوانینو خلاف ورزي وه خو د پولیس په مرسته يې دغه نعرې لرې کړي.

هغه پولیس ته خپل لیکل شوي شکایت کې وویل چې د کلیسا د دیوال نه د نعرو لېرې کولو راهسې ورته د مرګ ګواښونه ورکول کېدل او د مذهب د سپکاوي الزام پې لګول شوی دی.

پېسټر ويکي غوښتنه وکړه چې حکومت دې هغه او د هغه ټولنې ته تحفظ ورکړي چې دا ډول دوي بغیر د څه ویرې په پاکستان کې ژوند وکړی شي. هغه وویل په هغه حمله کې ککړ کسان دې انصاف ته راکښ کړی شي.

په عیسايي مذهبي مشر د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. د اګست په ۱۶ نېټه د فېصل اباد ضلعې په جړانواله ښار کې په زرګونو کسانو د عیسايي په کورونو او کلیساګانو حمله وکړه، ۲۴ ګرجې او په شلګونو کورونه وسځول شوو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پولیس د جړانواله د پېښې په لړ کط قریباً ۲۰۰ کسان نیولي دي.

د پاکستان نګران وزیراعظم نوارالحق کاکړ او د پوځ مشر د جړانواله د پېښې غندنه کړې او لوظ يې کړی چې په عیسايي ټولنې حملو کې ککړ کسان په قانون منګلو ته ور سپاري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي