کابل :د پکتيکا ځانمرگي بريد کې د وژنو شمېره ۶۱ ته رسېدلې

د اتوار په ماښام د والي بال په ميدان کې ځانمرگی بريد په داسې مهال شوی ؤ ، چې په مېدان کې د درې ضلعو خېرکوټ ، يوسف خېل ، او يحيا خېلو ترمينځ د وال بال ټورنامنټ فائنل مېچ روان ؤ

د افغانستان د پکتيکا صوبې ځايي چارواکو وئيلي ، چې پرون د والي بال په ميدان کې شوي ځانمرگي بريد کې د وژل شوؤ کسانو شمېره ۶۱ ته رسيدلې ، او په درځنونو نور ژوبل دي .

د پکتيکا صوبې په يحياخېلو ضلع کې پرون د اتوار په ماښام د والي بال په ميدان کې ځانمرگی بريد په داسې مهال شوی ؤ ، چې په مېدان کې د درې ضلعو خېرکوټ ، يوسف خېل ، او يحيا خېلو ترمينځ د وال بال ټورنامنټ فائنل مېچ روان ؤ ، او په لويه شمېره کې خلک د لوبې نندارې له ميدان ته راجمع وو .

د پکتيکا د والي د مرستيال عطاالله فضلي په وينا ، چې بېگاه تر ماسخوتنه پورې د وژل شوؤ کسانو شمېره ۵۵ وه ، خو د شپې د نورو ژوبلو کسانو ژوند د لاسه ورکړی او دغه شمېره ۶۱ ته رسېدلې ده . نوموړي وئيلې مړه شوؤ کسانو کې دوه کم عمره ماشومان هم شامل دي .

سرچينې وايي دغې پېښه کې اووه تنه ځايي پوليس ، درې افسران ، او د استخباراتو يو کارکوؤنکی هم وژل شوی دی . خو فضلي په دغې اړه څه نه دي وئيلي .

د کابل او پکتيکا د چارواکو په وينا په دغې خونړي پېښه کې ۷۳ کسان ژوبل شوي ، او په ژوبلو کې ډېر په هيلي کاپټرو کې د کابل روغتون ته وړل شوي دي . راپورونه وايي په ژوبلو کې چې د زياترو عمرونه د ۱۴کلونو نه کم دي ، د يو شمېر ژوبلو روغتيايي حالت مرگونی دی .

د افغان صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې صدر اشرف غني احمدزي د دغه ترهگريز بريد غندنه کړې ، او وئيلي يي دا بې رحمانه وژنه ، غېرانساني ، غېراسلامي او د کرکې وړ عمل دی .

راپورونه وايي صدر اشرف غني او د هغه لمړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تېره شپه د پېښې د ژوبلو پوښتنې له د کابل سردارمحمدداؤدخان روغتون ته هم ورغلي وو .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه صدر ممنون حسېن او وزيراعظم نوازشريف پکتيکا کې د شوي ځانمرگي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده . صدر په خپل پېغام کې د انسانو په وژنه افسوس څرگند کړی ، او افغان حکومت ته يي تعزيت کړی دی .

وزيراعظم نوازشريف وئيلي ، ترهگري د پاکستان او افغانستان گډه مسله ده ، او دواړه هيوادونه د دغې ستونځې د مخې نيولو دپاره په گډه کار کوي .