امریکايي پوځي چارواکي به په جرمني کې د یوکرېن پوځي امداد په اړه د اتحادي ملکونو سره خبرې اترې کوي

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او جنرل سي کېو براون جونېیر، د امریکې د جواینټ چېفس اف سټاف مشر، به د جمعې په ورځ د جرمني په رېمسټین پوځي هوايي مرکز کې د یوکرېن کانټېکټ ګروپ، یا یوکرېن سره د مرسته کوونکو غړو ملکونو سره د غونډې کوربتوب کوي

د امریکې لوړ رتبه پوځي چارواکي به په جرمني د یوکرېن د جنګ ضرورتونو په موضوع د اتحادي ملکونو سره خبرې اترې کوي، په داسې حال کې چې روس په یوکرېن کې خونړۍ هوايي حملې کړي او د یوکرېن ځواکونه د روس په کرسک سیمه کې پېش قدمي کوي.

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او جنرل سي کېو براون جونېیر، د امریکې د جواینټ چېفس اف سټاف مشر، به د جمعې په ورځ د جرمني په رېمسټین پوځي هوايي مرکز کې د یوکرېن کانټېکټ ګروپ، یا یوکرېن سره د مرسته کوونکو غړو ملکونو سره د غونډې کوربتوب کوي.

په یوکرېن کانټېکټ ګروپ کې د ۵۰ نه د زیاتو ملکونو پوځي چارواکي شامل دي او په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل راهسې په مستقل ډول کییف سره پوځي امداد کوي.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان مېجر جنرل پېټ رایډر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د یوکرېن کانټېکټ ګروپ په ترجیحاتو کې دا شامل دي چې د یوکرېن هوايي دفاعي نظام مضبوط کړی شي او د اتحادي ملکونو د دفاعي پېداوار صنعت قوي کړی شي چې دا ډول د اوږدې مودې پورې یوکرېن مرسته وکړي شي.

د بیان ترمخه، اسټن ویلي چې یوکرېن د امریکې او د نړیوال امنیت دپاره اهمیت لري.

د یوکرېن اتحادیان د صدر ولادمېر زېلېنسکي د دې غوښتنو سره مخامخ دي چې یوکرېن ته دې سره دې هوايي دفاع په برخه کې نوره مرسته وکړي او دا محدودیتونه دې نرم کړی شي چې یوکرېن تر څومره فاصلې پورې د روس دننه د امریکې ورکړی شوي ګوله بارود ویشتلی شي؟

په جرمني کې یوکرېن سره د پوځي امداد په اړه غونډه په داسې وخت کې کېږي چې دا هفته د روس په دوو بېلېسټېک مزایلو یو کرېن کې یوه پوځ اکېډمي او یو هسپتال ولګېدلو چې له امله یې د ۳۰ نه زیات کسان ووژل شوو او د ۲۷۰ نه زیات نور کسان زخمیان شول.

زېلېنسکي د سوشل میډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه دا هفته وویل په ځای د دې چې چېرته په ګودام کې پراته وي، د هوايي دفاعي نظامونو په یوکرېن کې ضرورت دی. هغه وویل دغه دفاعي مرستې یوکرېن د روس د "ترهګر" حملو نه محفوظ کولی شي.

د امریکې د صدر جوبایډن حکومت یوکرېن ته ورکړی کېدونکو د امریکايي مزایلو په استعمال سخت قدغنونه لګولي دي. یوکرېن د روس د سرحد سره نږدې په خپله دفاع کې امریکايي مزایل استعمالولی شي‌ خو د روس دننه يې په استعمال قدغن لګولی دی او سبب یې دا ویره ده چې شخړه نوره زیاته نه شي.

جنرل رایډر د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ خبریالانو ته وویل د امریکايي مزایلو د استعمال په اړه د امریکې په تګلاره کې څه بدلون نه دی شوی.

د یوکرېن کانټېکټ ګروپ غړو د ۲۰۲۲ راهسې یوکرېن سره په مجموعي توګه د ۱۰۶ بېلین‌ ډالرو پوځي امداد کړی دی. په دغه امداد کې د امریکې د ۵۶ بېلین ډالرو مرسته هم شامله ده.

د یوکرېن د اتحادي ملکونو د پوځي چارواکو غونډه په داسې حال کې هم کېږي چې یوکرېن د روس په کرسک سیمه کې په پراخه کچه علاقه نیولې او ځواکونه یې پېش قدمي کوي‌ بلخوا روسي ځواکونه د یوکرېن په ختیځ کې پرمختګ کوي. دواړه خوا د ژمي په سخت موسم کې د جګړې تیاری کوي.