پيښور:دشيعه مسلمانانوپه مدرسه ځانمرگي حمله کې ١٤ کسان وژل شوي

Peshawar Blast

دجمعې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دشيعه مسلمانانو ديوې مدرسې دننه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٤ کسان وژل شوي اؤ د٣٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير شوکت علي يوسفزئي ددغه بريد غندنه کړې ده اؤ پخپل يو بيان کې يې پيښه کې د14ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
دپيښور دکليوالو سيمو دپوليسو مشر ايس پي شفيع الله خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دغه ځانمرگي بريد هغه مهال وشو کله چې په حسينيه مدرسه کې خواؤشا٢٠٠ کسان دجمعې نمانځه ته ورټول شوي وؤ.
دپوليسو مشر وويل ځان وژونکي وړومبى دمدرسې په دروازه ولاړ پوليس اؤ شخصي ساتونکو باندې ډزې کړي اؤ بيا يې دمدرسې دننه ځان پسي چاؤديدونکي مواد الوځولي دي.
هغه هم په دغه پيښه کې د١٤ کسانو دوژنې پخلى وکړو.
شفيع الله خان وويل دبريدکوونکو شميره درې وه ، چې پکې يو تن ځان الوځولى اؤ دوه نور تښتيدلي دي.
هغه وويل کله چې دغو بريدونکو ودانۍ ته دننوتلو هڅه وکړه نو په مدرسه کې دوړاندې څخه دتعيناتو ساتونکو لخوا دسخت مزاحمت سره مخ شول.
دذکر شوې مدرسې خطيب ميډيا سره خبرو کې وويل دجمعې خطبه لا شروع نۀ وه چې ځان وژونکي دمدرسې په دروازه ولاړ ساتونکى په ډزو سره ووژلو اؤ بيا يې دممبر خواؤ ته ځان والوځولو.
دپوليسو يو بل افسر حميد خان دپيښې دتفصيلاتو په مهال ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه يو ځانمرگى بريد ؤ اؤ بريدگر تر مدرسې پيدل ورغلى ؤ.
دپيښې سره سم امنيتي چارواکي اؤ مرستندويه ډلې دپيښې ځايې ته ورغلې اؤ امدادي فعاليتونه يې پيل کړل.
په دغه پيښه کې مړۀ اؤ ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي ا ؤ دهسپتال سرچينې وائي په ژوبلو کې هم دزياترو کسانو حالت مرگونى دى چې له دې امله دمړو شمير کې داضافې انديښنه ده.
دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو ډله وائي چاؤدنه کې دشپږو څخه اوؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي دي.
دپيښور په څوکنو سيمه کې دترسره شوي دغه ځانمرگي بريد مسؤليت که هر څو تر دې دمه چا په غاړه نۀ دى اخستى ، خو تيره ورځ دپيښور په متنو سيمه کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوې هاغه حملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې وه چې پکې ٦ پوځيان وژل شوي وؤ.
طالبانو دغه بريد دډرون په يو بريد کې دهغوي دمشر ولي الرحمان دوژنې انتقام گرځولى ؤ.
دتيرو څو اوونو راهسې دپاکستان په خيبرپښتونخوا اؤ نزدې قبائيلي سيمو کې دتشدد لړۍ يو ځل بيا په داسې حال کې تُنده شوې ده ، چې په پاکستان کې رامينځته شوي نوي حکومت دعوه لرله دحکومت جوړيدو څخه وروستو به وسله والو ياغي ډلو سره دخبرو اترو له لارې امنيت پځايې کوي.
څو ورځې دمخه دخيبرپښتونخوا دمردان په شيرگړهـ سيمه کې هم په يوه جنازه کې ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې دصوبائي اسمبلۍ دغړي عمران مهمند پشمول نزدې 40 کسان وژل شوي وؤ.
په پاکستان کې دنوي حکومت دجوړيدو څخه دمخه وزيراعظم ميا محمد نواز شريف اؤ دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک لخوا طالبانو سره دامن خبرو اترو پيل کولو اشارې ورکړل شوې وې، خو تيره مياشت شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر ولي الرحمان دوژل کيدو وروستو پاکستاني طالبانو حکومت سره دخبرو اترو وړانديز ځنډولى ؤ.