د پېښور هايي کورټ وکيلان وايي پرون د عدالت سره نژدې شوي چاودنې پرضد يي د نهې، سه شنبې، په ورځ کاربنديز وکړو او غوښتنه کوي چې حکومت دې وکيلانو ته دې د تحفظ ترڅنګ نورې اسانتياوې ورکړي.
پېښور کې د وکيلانو د صوبايي اتحاديي غړي او د هايي کورټ وکيل نورعالم خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د وکيلانو سټرائک يا کاربندېز وجه د بمي چودنې غندنه کول او صوبايي حکومت ته د وکيلانو د تحظاو په څادثه کې ژوبل يه په حق رسيدلې وکيلانو کورونو سره مالي مرستو کولو په اړه قانون سازې کولو باندې زور روړل دي.
د گل، دوشنبې، په ورځ د پېښور هايي کورټ سره شوې بم چودنه کې د پوليسو په وېنا پنځهکلو ګرامه باردوي مواد کارول شوي وو. د پېښور ايل ار ايچ هسپتال وياند په وېنا په دغه پېښه کې ژوبل ۱۱ روړلې شوي تنانو کېوس هم دوه زخميان په ياد هسپتال کې زير علاج دي۔
نور عالم خان زياته کړه د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د هايي کورټ ودانۍ شاته لوې کارپارکنګ يا د ګاډو ودورولو ځای جوړولو ژمنه کړې خو لا تر اوسه په هغې کار نه دی شروع شوی چې د وکيلانو او عام ولس خوندي کولو د پاره تر ټولو مهمه منصوبه ده.
پېښور هائي کورټ کې د وکيلانو د کاربنديز له امله عدالت ته د خپلو مقدمو په لړ کې ورغلو خلقو په کېسونو کې د وکيلانو د نه پېش کېدو له امله د مشکلاتو سره مخ وو.
وایس او اف امریکا ډيوه سره د خبرو په مهال د قبائيلي سيمې حسن خېل سب ډيوژن نه راغلي معراج افريدي وېنا وه چې په عدالتونو کې د هړتال لوجې نه يوازې هغوي د مالي زيان سره مخ شوې بلکه د کېس د ځنډيدو لاکبله د ذهنې دباؤ هم ښکار دې.
د وکيلانو د غوښتنو په اړه مو د پاکستان تحريک انصاف حکومت صوبايي وزير اطلاعات شوکت يوسفزي سره د خبرو کولو کوښښ وکړو خو بريالي نشو.
په تېر وختونو کې پېښور ښار د ترهګرې پېښو او بمي چودنو لوجې ډير متاثره شوې، که څه هم په ښار کې د بد امنې پېښو کې کمې لیدل کیږي خوې بيا هم وخت په وختبمي چودنې او نورې د ترهګرې پېښې مخې ته راځي.