پېښور: په پولیس څوکۍ د وسله والو برید کې یو پولیس وژل شوی

File Photo

پېښور کې نامعلومه وسله والو د پولیسو په یوه څوکۍ برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

پولیس وایي دا پېښه د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې د پېښور په کلیواله سیمه ارمړ کې رامنځته شوې ده.

د پېښور پولیسو د بیان له مخې دغلته د شپې په مهال وسله والو په شیشناک ټوپک په څوکۍ ډزې کړي چې د سعید خان په نوم پولیس عسکر پکې وژل شوی دی.

د وژل شوي پولیس جنازه د اتوار په ورځ د پېښور په پولیس لاین کې ادا شوې ده چې پکې لوړ پوړو پولیس چارواکو برخه اخستې.

د خېبر پښتونخوا ګورنر ښاغلي فیصل کریم کنډي پخپل یو بیان کې په دې پېښه د غم اؤ خفګان څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امنیتي ځواکونو لخوا ورکړل کیدونکو قربانیو باندې ټول قام ویاړ کوي.

ګورنر د وژل شوي پولیس عسکر د کورنۍ سره خواخوږي ښودلې اؤ د هغې د بخښې دعا يې کړې ده.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ د پاکستان انسټي ټیوټ فار پیس سټډیز نومې تهنک ټینک د رپورټ له مخې یوازې د جون په میاشت کې په پاکستان کې ۲۷ ترهګریز بریدونه شوي دي.

په دې بریدونو کې ۲۱ په خېبر پښتونخوا اؤ شپږ په بلوچستان کې ریکارډ کړل شوي دي.تر دې وړاندې په مې میاشت کې د شوؤ ترهګریزو بریدونو شمیره ۳۶ ښودل شوې وه.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) شمېرې ښیي د روان کال په اوږدو کې په پښتونخوا صوبه کې تر اوسه په امنیتي ځواکونو 284 ترهګریز بریدونه شوي اؤ په دې حملو کې 118 پولیس عسکر اؤ افسران وژل شوي دي.