د فلپائن په طوفان کې د مړو شمیره ١٠٠٠٠ ته رسیدی شي

فلپائن کې د جمعې په ورځ راغلې سمندري طوفان ورسته په طوفان ځپلې مرکزي صوبه کې امدادي کار روان دی او چارواکو ویره څرگنده کړې د طوفان د لاسه د مړو خلکو شمیره ١٠٠٠٠ ؤ ته رسیدی شي

فلپائن کې د جمعې په ورځ راغلې سمندري طوفان ورسته په طوفان ځپلې مرکزي صوبه کې امدادي کار روان دی او چارواکو ویره څرگنده کړې د طوفان د لاسه د مړو خلکو شمیره ١٠٠٠٠ ؤ ته رسیدی شي.
لیات صوبه کې د نقصان د جاج اخستلو ورسته، د اتوار په ورځ حکومتي او پولیس چارواکو د مړو په شمیره کې د اضافې ویره څرگنده کړه.
د صوبې د پولیس مشر ویلي زیات مرگونه د خلکو په اوبو کې د ډوبیدو او د ودانو غورځیدو په نتیجه کې شوي دي.
د امریکې خبري ادارې ایسو سې ایټډ پریس ای پي طوفان ځپلې سیمه کې د تکلوبان ښار یو چارواکې په حواله ویلي د جمعې د ورځ ورسته راهسې ۴٠٠ ؤ پورې مړې د ملبو نه راویستلی شوي دي.
سمر صوبه کې د چارواکې وايي ٣٠٠ کسان مړه شوي دي او ٢٠٠٠ نور بې درکه دي.
مرکزي فلپائن کې د جاني زیان اندازه لا تر اوسه ځکه نه ده لگول شوي چې هلته د مواصلاتو او د بجلۍ نظام طوفان تباه کړی او سړکونه او لارې ملبو او اونو بندې کړې دي.
د جمعې په ورځ سمندري طوفان د ٣٠٠ کلومیټره په رفتار فلپائن وهلو.