د ملگرو ملتونو شمېرې ترمخه فلپائن کې راغلي طوفان نزدې لس ميلينه ابادي اغېزمنده کړې شپږ لاکه او ۶۶زره خلک يې بې کوره کړي دي
ملگرو ملتونو فلپائن کې د راغلي طوفان هيان له امله د رامنځته شوې تباهۍ په ترڅ کې په غټه کچه د فلپائن د مرستې اپيل کړی دی . د ملگرو ملتونو لخوا د فلپائن د طوفان ځپلو سره د مرستې د اعلان وروسته امريکې او برطانيې امدادي بېړۍ فلپائن پله روانې کړي دي .
د خبري اداري اې پي ترمخه امريکې د فلپائن د مرستې دپاره په سمدستيي ډول د ۲۰ ملينه ډالرو د امداد ورکولو وئيلي دي .
خبري ادارې اې ايف پې د پېنټاگون لخوا د امريکې د د فاع وزير چېک هېگل په اړه وئيلي دي چې نوموړي د امريکې د سمندري بېړۍ يو اېس اېس جارج واشنگټن چارواکو ته فلپائن ته د امداد دپاره د تلو امر کړی دی .
په دغه بېړۍ کې ۵۰۰۰ عسکر او د ۸۰ؤنه زيات جهازونه دي .
د راپورنو ترمخه برطانيې او جرمني هم خپل امدادي ټيمونه فلپائن پله روان کړي دي .
د ملگرو ملتونو دشمېرې ترمخه فلپائن کې راغلي طوفان نزدې لس ميلينه ابادي اغيزمنه کړې شپږ لکه او ۶۶زره خلک يې بې کوره کړي دي .
د ملگرو ملتونو سر منشي بان کې مون فلپائن کې د راغلي طوفان په اړه وئيلي دي چې دغه طوفان ډېره دردؤنکې تباهي خوره کړې ده . او نوموړي په خپل پيغام کې د فلپينيانو سره په خلاص مټ د مرستې غږ کړی دی .
د فلپائن صدرهيواد کې د راغلي سخت طوفان امله په هېواد کې بېړني حالت اعلان کړي دي او د امدادي کارونو تېزولو امر يې کړی دی .
فلپائن کې د جمعې په ورځ د راغلي طوفان د تباهۍ په اړه ځائې چارواکو وئيلي وو ، چې د طوفان د لاسه د مړو خلکو شمېره ۱۰۰۰۰ ته رسېدی شي .
دغه طوفان د فلپائن ټاکلوبان ښار سره ساحلي ولايتونه لايتې او سامار سخت ځپلي دي .
راپورونه وايي طوفان ځپلو سيمو ته امدادي ټيمونه د رسېدو هڅه کوي خو د مواصلاتي نظام د تباهۍ له کبله ټيمونه د ستونز سره مخ دي .