انوار الحق کاکړ: د مستونګ او هنګو ترهګرۍ د نورو پېښو زخمونه تازه کړي

 د جمعې په ورځ د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د عيد ميلادالنبي په جلوس چادونه شوې وه، ځايي مطبوعاتو د چارواکو له قوله ويلي په چاودنه کې لږ تر لږه 57 کسان وژل شوي او د 40 نه زيات نور ژوبل دي

د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي، د مستونګ او هنګو ترهګرو بريدونو د ملک په نورو برخو کې د شوو پېښو زخمونه تازه کړي دي.

د جمعې په ورځ د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د عيد ميلادالنبي په جلوس چادونه شوې وه، ځايي مطبوعاتو د چارواکو له قوله ويلي په چاودنه کې لږ تر لږه 57 کسان وژل شوي او د 40 نه زيات نور ژوبل دي.

د بلوچستان وزيراعلا ميرعلي مردان خان ډومکي ويلي، مستونګ کې د ترهګرۍ پېښه معلوميږي چې ځانمرګی برید و خو هغه زياته کړې د تحقيقاتو وروسته به د چاودنې اصل نوعيت معلوم شي.

هم د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د هنګو ضلعې په دوابه سیمه کې په دوو چاودنو کې د پوليس اهلکار په ګډون لږ تر لږه پينځه تنه وژل شوي او 12 پورې نور ژوبل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا نګران وزيراطلاعات فېروز جمال کاکاخېل ویلي، په دوابه کې دوه ځانمرګو جومات ته د ننوتلو هڅه کوله، هلته موجودو پوليسواهلکارو سره یې نښته شوې يو ترهګر د جومات نه بهر وژل شوی او بل جومات ته ننوتی وو.

په سمدستي توګه د مستونګ او د هنګو د چاودنو زمه وارۍ چا نه دي منلي، او تحریک طالبان پاکستان په دواړو پېښو کې د ککړتیا نه انکار کړی دی.

وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اېکس [پخواني ټویټر] د هنګو او مستونګ په پېښو کې د وژل شوو دپاره د معفرت او ژوبلو کسانو د روغتيا دپاره دعا کړې او ويلي يې دي، د وروستي ترهګر د خاتمې پورې به یې د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

امریکې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د ځانمرګو بريدونو غندنه کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزير سرفراز بګټي ویلي، په يوه ورځ درې ترهګر بريدونه شوي دي.

هغه ویلي، په ږوب کې د ټي ټي پي عناصر د افغانستان نه پاکستان ته داخلېدل، د اېف سي ځوانانو یې مخه نيولې څلور امنيتي عسکر پکې وژل شوي او درې هم وژل شوي دي.

هغه زياته کړې، د مستونګ او هنګو پېښې د افسوس او غندنې وړ دي. امنیتي ادارې به په دغو پېښو کې ککړ معلوموي چې دوی د کوم ځای نه لېږل کيږي او تربيه کيږي د يو يو نه به د وينې بدل اخستل کيږي.