دبلوچستان د وزیراعلا له سختو نیوکو وروسته وزیراعظم دبلوچستان دمالي ستونزو هواري لپاره بااختیاره کمیټي ټاکلې ده

اوړمه ورځ پخپل یو بیان کې وزیراعلا بزنجو ویلي وؤ چې بلوچستان صوبه دسختو مالي ستونزو سره مخ ده اؤ ددې مسلو بنیادي وجه دهمکارۍ نشتوالی اؤ دصوبې وړاندیزونه اؤ ترقیاتي پروژې نظرانداز کول دي

دبلوچستان صوبې د وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو لخوا دصوبې د حقونو په اړوند په مرکز له سختو نیوکو اؤ دمرکزي بجټ دبایکاټ له اعلان وروسته وزیراعظم شهباز شریف دبلوچستان دمالي ستونزو دهواري لپاره یوه بااختیاره کمیټي ټاکلې ده.

وزیراعظم شهباز شریف بلوچستان ته دپي پي ایل د واجباتو لړ کې په سمدستي توګه د34 اربو روپو ورکولو امر هم کړی دی.

د بلوچستان د وزیراعلا لخوا دصوبې په ستونزو د مرکزي حکومت نه د مرورتیا د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته دجمعې په ورځ دپاکستان دسینیټ چیرمین صادق سنجراني،دبلوچستان عوامي ګوند پارلیماني مشر میرخالد خان مګسي اؤ سینیټر نصیب الله بارکزئ د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ هغه یې دبلوچستان دستونزو په اړوند د وزیراعلا بزنجو له اندېښنو خبر کړی دی.

اوړمه ورځ پخپل یو بیان کې وزیراعلا بزنجو ویلي وؤ چې بلوچستان صوبه دسختو مالي ستونزو سره مخ ده اؤ ددې مسلو بنیادي وجه دهمکارۍ نشتوالی اؤ دصوبې وړاندیزونه اؤ ترقیاتي پروژې نظرانداز کول دي.

وزیراعلا ویلي وؤ اسلام اباد دپرله پسې خواستونو باوجود بلوچستان ته خپل اییني حقونه نه ورکوي .

ښاغلي عبدالقدوس بزنجو نیوکه کړې وه چې مرکزي حکومت پرله پسې بلوچستان سره دستونزو دهواري ژمنې کوي خو په عمل کې بیا دې صوبې ته دخپلو حقونو ورکولو لپاره هیڅ ګام نه اخلي.

وزیراعلا بزنجو د مرکزي بجټ نه د پریکون اعلان هم کړی ؤ اؤ دخپل ګوند په پارلیماني غړو یې ټینګار کړی ؤ چې دبجټ لپاره داسمبلۍ غونډو کې باید ګډون ونه کړي.

دجمعې په ورځ دبلوچستان سره تعلق لرونکي پارلیماني هییت سره لیدنه کې وزیراعظم ویلي چې بلوچستان عوامي ګوند په مرکز کې دحکومت ایتلافي دی اؤ دبلوچستان ترقي دمرکزي حکومت وړومبۍ ترجیح ده.

وزیراعظم ډلې ته باور ورکړی چې د بلوچستان ټولې اندېښنې به ختموي اؤ دصوبې د مالي ستونزو دهواري لپاره یې دیوې بااختیاره کمیټۍ جوړولو منظوري هم ورکړې ده چې هغې کې به دمرکزي اؤ صوبایي پارلیمان غړي دبلوچستان استازیتوب کوي.

پاکستاني مطبوعات وایي ټاکل شوې ده چې یاده کمیټي به د ګل یا دوشنبې په ورځ خپله وړومبۍ غونډه کوي اؤ دبلوچستان دمالي ستونزو دهواري لپاره چې کوم وړاندیزونه وکړي هغه به د راتلونکي مالي کال په مرکزي بجټ کې شاملولی شي.

د زیارت په ورځ وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو پخپل بیان کې ویلي وؤ چې مرکز په این ایف سي ایوارډ کې بلوچستان ته خپله برخه نه ده ورکړې اؤ دغه برخه یې نوره هم کمه کړې ده.

هغه ویلي وؤ دتېرکال په سیلابونو کې دبلوچستان قامي سړکونه اوبو وړي دي خو نیشنل هایي وی اتارټي ددې سړکونو د جوړولو لپاره هیڅ نه کوي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم دهیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې دقدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو دبلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې دبلوچستان په وسیلو دې ددې صوبې خپلو وکړو ته واک اختیار ورکړل شي.

بلوڅ تنظیمونه تور لګوي چې کله بلوڅان دخپل ځان سره دکېدونکې نا انصافۍ پرضد غږ پورته کوي،پخپلو وسیلو د واک خبره کوي، خپل اییني اؤ قانوني حقونه غواړي نو دهیواد دطاقتور پوځ داستخباراتي ادارو لخوا پورته کیږي چې یا خو یې بیا په ګولیو سوري مړي موندل کیږي اؤ یا هم لادرکه پاتې کیږي.

خو پوځ مدام دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي دبلوڅانو په جبري لادرکیو اؤ وژنو کې لاس نه لري.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې دقدرتي ګیس ترڅنګ دمعدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو،اوسپنې،کرومایټ،تانبې،چونې،قیمتي کانو ،سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.