پاکستان کې حکومت د تېلو بیعې غورځولې دي

په پاکستان کې مرکزي حکومت د تېلو بیعې غورځولي اؤ په یو لیټر پټرولو کې یې 6 روپۍ اؤ 17 پېسې اؤ ډيزلو کې یې 10 روپۍ اؤ 86 پېسې کمی راوستی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي د تېلو بیعو کې د کمي دا منظوري تېره ورځ وزیراعظم شهباز شریف ورکړې ده.

همدا شان د خاورو د تیلو بیعه په یو لیټر کې 6 روپۍ اؤ 32 پېسې اؤ اؤ لایټ اسپيډ ډیزلو بیعه 5 روپۍ اؤ 72 پېسې غورځول شوې ده.

د وزیراعظم له منظورۍ وروسته د خزانې وزارت د تېلو بیعو کې د کمي اعلامیه هم خپره کړې ده.

د تېلو نرخونو کې له دې کمي وروسته پاکستان کې اوس یو لیټر پټرول په 269 روپۍ اؤ 43 پېسو اؤ هایي اسپيډ ډيز ل په 272 روپۍ اؤ 77 پېسو خرڅېږي.

د لایټ ډيزلو نوی نرخ 160 روپۍ اؤ 53 پېسې اؤ د خاورو د تیلو د یو لیټر نرخ 177 روپۍ اؤ 39 پېسې ټاکل شوی.

تر دې وړاندې په 15مه جولایي حکومت د پټرولو په یو لیټر کې کې څه کم لس روپۍ اؤ دهایي اسپيډ ډيزلو نرخ کې 6 روپۍ اؤ 18 پېسې اضافه کړې وه.

حکومت د روان مالي کال لپاره د پټرولیم لیوي حد هم د 60 روپو نه 70 روپو ته لوړ کړی دی.