پولیس وایي مردان کې په یو ځانمرګي تن خپل بارودي جیکټ چاودیدلی دی

پولیس وایي په پلټنو کې ددې خبرې دمعلومولو هڅه کوي چې ځانمرګي تن څوک ؤ ، له کوم ځایه دغلته ورغلی ؤ اؤ څه هدف یې لرلو؟

پولیس وایي دخېبر پښتونخوا په مردان سیمه کې په یو ځانمرګي برید کوونکي خپل دباردو ډک جیکټ چاودیدلی دی اؤ هغه په دغه چاودنه کې مړ شوی دی.

د جمعې په ورځ دمران دپولیسو سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا ځانمرګي تن دمردان دچوره ټاڼې په حدودو کې دپټو دننه دڅه ورانکارۍ کولو په غرض ناست ؤ چې خپل دباردو ډک جیکټ پرې چاودیدلی دی.

پولیس وایي دچاودنې غږ تر لرې لرې اوریدل شوی اؤ کله چې پولیس دپېښې ځاي ته ورسیدل نو دځانمرګي تن د وجود ټوټې یې ولېدلې.

پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي خو نه ده واضحه چې د ځانمرګي تن هدف څه یا څوک ؤ؟

پولیس وایي په پلټنو کې ددې خبرې دمعلومولو هڅه کوي چې ځانمرګي تن څوک ؤ ، له کوم ځایه دغلته ورغلی ؤ اؤ څه هدف یې لرلو؟

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په دې نزدې وختونو کې په خېبر پښتونخوا کې په پوځ اؤ پولیسو بریدونو سیوا شوي اؤ دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي.

دوه ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل کې په پوځي کاروان د ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې ۲۱ پوځیان ژوبل شوي وؤ.

امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ دا پېښه هغه مهال شوې وه چې د امنیتي عسکرو د معمول کاروان د بنو نه میرانشاه ته روان و چې د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې په بایي پاس سړک د کاروان تېرېدو پرمهال پرې چاودنه وشوه.

همدا شان له دغې پېښې یوه ورځ وړاندې په عېن حال کې د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې هم په یوه بمې چاودنه کې د پاکستان دپوځ دوه عسکر وژل شوي وو او بیا د شپې نا وخته جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې د امنیتي عسکرو په پوسته شوي برید کې دوه نور عسکر وژل شوي وؤ.

د شمالی او جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پختونخواه په نورو قبایلي ضلعې کې په روانه ستمبر میاشت کې تر لسو زیات وسله وال بریدونه شوي چې پکې د پاکستان د پوځ یو افسر کپتان په ګډون 15 عسکر وژل شوی ددې په دوه برخې زیات نور ژوبل شوي دي.