د خېبر پښتونخوا د سوات پوليس وايي، د 20م جون د پېښې دوه مقدمې درج کړل شوي، "يوه د توهين والا مقدمه ده او بله د ګڼې خلاف"، خو پولیسو ويلي، د پېښې پلټنې پيل شوي خو تر اوسه پورې څوک نيول شوي نه دي.
په 20مه د پنجاب د سيالکوټه ورغلی تن سلیمان په مدين کې قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او سوځولی وو چې وایي هغه د قران سپکاوی کړی وو.
د ملاکنډ ډویژن د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور ويلي، "د سليمان په نوم سېلګری چې د پنجاب د سيالکوټ سيمې سره یې تعلق وو، د 18م جون نه په مدين کې په يو هوټل کې پاتې کېدو، په هغه خلکو د قران د سپکاوي تور لګولی، اېس اېچ او بيا تللی هغه تن یې تاڼې ته بوتللی، خو خلک بيا راټول شوی، د ګټو ګوزارونه یې کړي، اور یې اچولی او تاوان یې اړولی، بیا یې په زوره دغه تن بوتللی او وژلی وو".
د مدین تاڼې اېس اېچ او اسلام الحق ويلي، دوه مقدمې درج کړل شوي خو د امنیت له امله تړل (سيل کړل) شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، اېس اېچ او ويلي، "وژل شوي تن ورته خپله پېژندګلو د سني مسلمان په حېث کړې وه، او چې تاڼې ته یې راوستی، تورن تن د قران د سپکاوي تور رد کړی و"و.
د سوات پولیس مشر (ډي پي او) زاهدالله ويلي، په مدين کې د يادې پېښې وروسته حالات قابو دي، هیڅ ناامني نشته.
هغه ويلي، دا يوه بد قسمته پېښه وه، خو د پېښې په وخت يا وروسته سېلګرو ته چا تاوان نه دی اړولی.
نوموړي هم ویلي، د پېښې مقدمې درج کړل شوي او پلټنې پيل کړل شوي دي.
پوليس افسر زياته کړه، د جون په 20مه چې خلک په تاڼه ورغلي، په هغه وخت ګډوډي او نښتو کې د ابتدايي معلوماتو ترمخه 11 ملکي وګړي او پينځه پوليس اهلکار هم ژوبل شوي وو.
د پاکستان علما کونسل ياده پېښه غندلې او ويلي يې دي نه خو اسلام او نه د پاکستان ايين او قانون د چا د وژلو اجازت ورکوي. د علما کونسل مشر محمد طاهر اشرفي او نورو په ګډ بيان کې د دغه ډول پېښو په زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
علما کونسل ويلي، د رياست او عدليې زمه واري ده چې د سپکاوي په تورونو کې سزا ورکړي، د خلکو لخوا قانون په لاس کې اخستل، جج او جلا جوړېدل د غندنې او قبلېدو وړ خبره نه ده.
سوات، مدین او کالام د پښتونخوا هغه سیمې دي چې هر کال په پسرلي او اوړي کې د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون له نورې نړۍ نه هم خلک سیل ته ورځي او د دې سیمې د ښایسته سیمو په ګډون د تاریخي ځایونو ننداره کوي، تاجران وایي داسې پېښې د دې سیمې د سیلګرۍ یا ټوریزم صنعت ته تاوان رسولی شي.