د جمعې د ورځې د ایران په صدارتي انتخاباتو کې د دې ملک له انتخابي قانون سره سم هیڅ امیدوار هم تر 50 فیصده زیاتې رایې نه دي اخیستې چې له کبله به یې اوس هغه دوه امیدواران راتلونکې اوونۍ بیا سیالي کوي چې تر ټولو زیات ووټونه یې اخیستي دي. د انتخاباتو په مهال په سیستان بلوچستان کې د دوو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
د ایران رایه ورکوونکي مجبور دي چې له څلورو صدارتي امیدوارانو څخه یو داسې تن انتخاب کړي چې د دې هېواد مذهبي رهبر او د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنایي ته وفادار وي.
خامنایي د جمعې په ورځ اولس ته د ایران په سرکاري ټیلیویژن خپرېدونکې وینا کې ویلي وو، د دې نظام جوهر د خلکو په ګډون کې دی او د اسلامی جمهوریت دوام او قوت، عزت او وقار او په نړۍ کې د دې نظام درنښت په خلکو پورې اړه لري:
"موږ له خپلو ګرانو هیوادوالو غواړو چې د رایې ورکولو مسله سنجیده وګڼي او په دې مهم سیاسي امتحان کې برخه واخلي".
د انتخاباتو د کمیشن ویاند محسن اسلامي د شنبې- خالي په ورځ د انتخاباتو د نتیجو د اعلان په مهال وویل، د صدارتي انتخاباتو اصلاح غوښتونکی امیدوار مسعود پزشکیان او زیات قدامت پسند سعید جلیلي د رایو له مخې په ترتیب سره په لومړي او دویم مقام دي او دواړه به یو ځل بیا د جولای پر پینځمه سیالۍ ته سره مخامخ کیږي.
محسن اسلامي ویلي په صدارتي ټاکنو کې ټولې 24.5 میلینه رایې اچول شوې دي چې په دې کې مسعود پزشکیان10.45 میلینه رایې اخیستې او لومړی مقام یې تر لاسه کړی او سعید جلیلي د 9.47 رایو په اخیستو پر دویم نمبر دی.
په صدارتي ټاکنو کې شامل د ایران د پالیمان سپیکر محمد باقر قالیباف پر درېیم نمبر دیچې 3.38 میلنه رایې اخیستې او شیعه عالم مصطفی پور محمدي پر څلورم نمبر دی او دوه لکه شپږ زره ووټونه یې اخیستي دي.
د ایران د انتخاباتو د قانون له مخې، صدارتي امیدوار باید تر 50 فیصده زیاتې رایې واخلي. که کوم امیدوار تر دې زیات ووټونه نه واخلي، د د دویم پړاو ټاکنې د هغو دوو امیدوارانو تر منځ کیږي چې تر ټولو زیاتې رایې ولري.
شاوخوا 60 میلینه رایې ورکوونکي د جمعې د ورځې د صدارتي ټاکنو لپاره د ووټونو اچولو وړ وو، خو د لومړنیو امکاناتو له مخې د ووټونو کچه یا ټرن آوټ د څلوېښتو او پینځوس فیصده تر منځ وو.
مخکې ټاکل شوې وه چې د ایران صدارتي ټاکنې به په راتلونکي 2025م کال کال کې تر سره کیږي خو تېره میاشت د دې هېواد د صدر ابراهیم رئیسي له وژل کېدو وروسته د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره بیړني انتخابات کیږي.
د ایران صدارتي ټاکنې په داسې وخت کېږي، چې دغه هېواد په کور دننه د ګرانۍ یا افراط زر له کبله او په نړیواله کچه د اسرایل او حماس ترمنځ د روانې جګړې له امله له چېلنجونو سره مخ دی.
څېړونکي وایي داسې نه ښکاري چې د ایران صدارتي ټاکنې به د دې هېواد په سیاست کې څه لوی بدلون راولي، خو وایي نتیجې یې د ایران د 85 کلن مشر علي خامنايي پر مقام اغېز کولای شي، چې له 1989 کال راهیسې په واک کې دی.
د ایران حکومت د مظاهره چیانو د ځپلو، د اقتصادي ستونځو او د سیاسي او ټولنیزو آزادیو د محدودیتونو له کبله هم د خلکو د نارضایتۍ په وجه د قانونیت له بحران سره مخامخ دی.
د ایران پخوانی صدر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د می میاشتې پر 19مه د هیلیکاپټر د لوېدو په پېښه کې مړه شول او دا ټاکنې د رییسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره کېږي.
د ایران رسنیو رپوټ ورکړی چې د پاکستان پولې ته نیژدې په سیستان بلوچستان ایالت کې دوه پوځیان وژل شوي دي، وایي دغو پوځیانو پولینګ سټېشنونو ته د رایو صدوقونه یا پېټۍ وړلې.
د ایران سرکاري رېډیو ټیلیویژن د شنبې- خالي په سهار د یوې سرچینې په حوال رپوټ ورکړی چې دغه دوه پوځیان په جکیګور سیمه کې د وسلوالو کسانو په حمله کې وژل شوي دي.