د سعودي د پاچا میرنی ورور شهزاده طلال خاورو ته وسپارل شو

شهزه زاده طلال بن عبدالعزیز خاورو ته وسپارل شو. دهغه جنازه د سعودي عرب پاچه سلمان وکړه .شهزاده طلال بن عبدالعزیز د پاچا سلمان میرنی ورور وو.

شهزاده طلال بن عبدالعزیز د ال سعود حکمرانې کورنۍ یو مهم مشر وو او خپله شاهي سلطنت کې د اصلاحاتو کلک ملگرې وو. هغه د وسني شهزاده محمد بن سلمان تره وو . شهزاده طلال 87 کالو په عمر کې وفات شو.

طلال د جدید سعودي عرب پخواني پاچه عبدالعزیز زوی وو. او د ارب پتي شهزاده ال ولید بن طلال پلار وو.

د سعودي عرب د ورځپاڼو ترمخه شهزاده طلال په کال 1957کې په ریاض کې د جینکو سکول خلاص کړی وو. په دغه وخت کې د جینکو د رسمي تعلیم هیڅ بندوبست نه وو. هغه د کور نه بهر د ښځو د روزگارونو او د گاډو چلولو هم کلک ملگری وو.

په سعودي عرب کې په حکمرانه طبقه کې د مذهبي بنیاد پرستو اغیز د ختمولو او د یو ائني پاچاهت قاېمولو لپاره د شهزادگانو د ډلې د راپاسیدلو په وجه ده تر ډیره موده د جلاوطنۍ ژوند کوو.

په کال 1964کې خپل دریځ کې د نرمۍ راوستلو وروستو ده ته سعودي عرب ته د ورتللو اجازت ورکړل شو.