اېمنسټي انټرنېشنل: د پي ټي اېم په مظاهره د پولیس حمله د تشویش وړ ده

د پي ټي اېم فعالې ثنا اعجاز وي او ای ډیوه ته وویل پولیس د تحریک په احتجاج کونکو ناڅاپه تشدد پېل کړو

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل ویلي په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنگ په احتجاجي ناسته د پولیس "حمله" د غندنې وړ ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ اېمنسټي انټرنېشنل په ټوېټر وویل په حیات آباد کې د روژه ماتي په وخت په پرامنه احتجاج کونکو د پولیس د حملې رپورټونو د اندېښنې وړ دي.

ادارې وویل "د نړیوال قانون دلاندې د طاقت بې ځایه استعمال منع دی او دا پېښه دې بغیر د څه ځنډ وڅېړلی شي."

د پي ټې اېم فعالې ثنا اعجاز وي او ای ډیوه ته د نهې، سه شنبې، په ورځ په یوه مرکه کې وویل پولیس ناڅاپه د تحریک په پرامنه احتجاج کونکو حمله وکړه او بغیر د څه جواز یې وهل ټکول وکړل. دغه پېښه د گل، دوشنبې، په ورځ رامنځته شوې ده.

ثنا اعجاز وویل د پي ټي اېم فعالان چې پکې د لرې پرتو سیمو نه ورغلي خلک هم شامل وو په احتجاج ناست وو، د روژه ماتې تیاری روان و چې په گڼه شمېره کې پولیس ورغلل او د احتجاج دپاره لگول شوي خېمې یې لرل کول پېل کړې.

ثنا اعجاز وویل پولیس د دوی احتجاج د ختمولو غوښتنه هم وکړه خو دوی ورته وویل چې پرامنه احتجاج د دوی آئیني حق دی. مېرمن اعجاز وویل بیا پولیس تشدد شروع کړو، د پي ټي اېم فعالان یې ووهل، ځېنې پکې زخمیان شول او ځېنې پولیس گرفتار کړل.

ثنا اعجاز وویل وروسته د قبایلي ضلعو دپاره د خېبر پښتونخوا د حکومت مشیر اجمل وزیر او ملک خان مرجان د احتجاج ځای ته ورغلل او د پي ټي اېم د قومي اسمبلۍ غړو علي وزیر، محسن داوړ او د نورو گرفتار شویو کسانو د اختردپاره د ازادېدو لوظ یې وکړو خو بیا وویل چې دا د دوی د وس نه بهر خبره ده.

پي ټي اېم په حیات اباد کې احتجاجي ناسته د شمالي وزیرستان په خړکمر چېک پوسټ د تېرې میاشت د پېښې نه وروسته پېل کړې ده. پي ټي اېم وايي په خړ کمر چېک پوسټ پرځای پوځي عسکرو د پي ټي اېم په قافله ډزې کړې چې پکې ١٣ پورې کسان وژل شوې دي. پوځ په پي ټي اېم د په چېک پوسټ د حملې الزام لگوي او په پېښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو تصدیق کوي.

د خړ کمر د پښې په لړ کې پولیس علي وزیر او محسن داوړ گرفتار کړې دي.

علي وزیر د نهې، سه شنبې، په ورځ په بنو کې دترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شو. عدالت هغه په جوډیشل ریمانډ دپېښور مرکزي زندان ته ولېږلو.

ثنا اعجاز وویل دوی به د اختر په دویمه ورځ احتجاج بیا پېل کوي.

که څه هم د پېښور پولیس د ثنااعجاز په دعوه څه نه دي ویلي خو د واک من پاکستان تحریک انصاف د خېبر ضلعې د قومي اسمبلۍ غړي اقبال افریدي د وي او ای ډیوه په هېلو وي او ای پروگرام کې وویل پولیس د پي ټي اېم په احتجاج حمله نه ده کړې بلکې د اختر په شپه د گڼې گوڼې په وخت یې د ټرېفک دپاره لاره خلاصوله. ښاغلي افریدي وویل د ټرېفک دپاره د لار صفا کولو په لړ کې پولیس گڼ شمېر کسان ونیول چې د هغه زوی هم پکې شامل و.

خو د پي ټي ایم عبدالله ننگیال هم په هېل وي او ای پروگرام کې ډیوه ته وویل د پي ټي اېم احتجاج په سړک نه بلکې په یو پارک کې روان و او د دوی ناستې په لاره کې څه خلل نه و اچولی.