د روس صدر ولادېمير پوټن په ماسکو کې د شام صدر بشاالاسد سره ملاقات کړی. د ملاقات په اړه د کرېملېن خبري ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وډیو نشر کړه.
پوټن بشارالاسد ته وویل تشویش لري چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی. دواړو مشرانو د خپلو خبرو په اړه نور څه تفصیل خپور نه کړو.
روس د کال ۲۰۱۵ د سېپټمبر د میاشت راهسې د ایران ترڅنګ د شام د صدر په ضد راپاسېدلې مسلح ډلو خلاف جنګ کې د شام د حکومت مرسته کړې چې په نتیجه کې يې د شام حکومت د بغایانو د قبضې نه زیاتره علاقې بېرته نیولي دي.
پوټن اسد ته وویل په سیمه کې د حالاتو په اړه هغه د شام د صدر په رای کې دلچسپي لري. روسي صدر وویل دا د افسوس خبره ده چې تاوتریخوالي د زیاتولو رجحان زیات دی "مونږ دا وینوو" او د شام په معامله کې هم داسې ده.
د روس حکومت کرېملېن وویل د پوټن او اسد ملاقات د شورو، چهارشنبې، په ورځ وشو.
د دې نه مخکې پوټن او اسد د تېر کال د مارچ په میاشت کې په کرېملېن کط د شام د خانه جنګۍ ۱۲ کاله د پوره کېدو په موقع ملاقات کړی و. په موقع پوټن شام کې د ثبات په اړه د روسي پوځ په کردار ټینګار کړی و.
اسد د ترجمان د لارې پوټن ته وویل په ټوله دنیا او په خصوصي توګه د یورېشیا په سیمه کې واقعاتو ته په پاملرنه د دوی دواړو ملاقات اهم ښکاري.
کرېملېن د دواړو صدرانو د ملاقات په اړه مطبوعاتو ته نور تفصیل نه دی مهیا کړی خو یو ممکنه نقطه په کې د شام او ترکي سفارتي تعلقات د بحالولو په اړه وه.
ترکي او شام په ۲۰۱۱ کې سفارتي تعلقات په داسې حال کې قطع کړل چې په شام کې د حکومت خلاف بغاوت او د دې په ضد حکومتي اقدامات هېواد په خانه جنګۍ کې ښکېل کړو. ترکي د شام د ځینو باغي ډلو حمایت کولو چې د بشارالاسد حکومت يې نسکورول غوښتل او د باغیانو د قبضې لاندط په شمال مغربي کې يې ځواکونه ګمارلي. د ترکي د ګامونو د دمشق قهر راپارولی و.
د کال ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې د شام او د ترکي د دفاع وزیرانو په ماسکو کې ملاقات وکړو چې د ۲۰۱۱ نه وروسته په وړمبي ځل د دواړو ملکونو ترمنځ په اعلا سطح رابطه وه. تېر کال هم د روس په ثالثۍ د ترکي او د شام چارواکو ملاقاتونه وکړل.
اسد او د ترکي صدر رجب طیب اردوان په وروستيو ورځو کې د دې خبرې اظهار کړی چې سفارتي تعلقات په بحالولو کې دلچسپي لري.
تېره هتفه د ترکي یو اخبار دا خبر ورکړو چې اردوان په د اګست په میاشت کې په ماسکو کې د اسد سره ملاقات کوي خو وروسته ترک چارواکو د خبر تردید وکړو او ويې وېل دا د حقیقت عکاسي نه کوي.
دا میاشت اردوان وویل اسد يې ترکي ته بللی دی خو د شام صدر سره په بل ملک کې هم ملاقات ته تیار دی.
اسد د جولای په پینځمه نېټه خبریالانو ته وویل د شام او ترکي تعلقات بحالېدو دپاره پکار ده چې ترکي د شام د شمالي سیمو نه خپل ځواکونه وباسي او د هغه ډلو ملاتړ بند کړي چې دمشق يې ترهګر بلي.