د روس صدر ولادېمير پوټن د نهې، سه شنبې، په ورځ د هېواد د اېټمي ځواکونو د مشقونو پرانیسته وکړه چې په کې د جوابي حملې په صورت کې مزایلي وچلول شوې.
دا مشقونه په داسې حال کې شروع وشو چې مغربي ملکونو سره د روس په تاوتریخوالي کې اضافه شوې او پوټن وخت به وخت د هېواد د اېټمي قوت مظاهره کوي.
پوځي مشرانو سره د وډیو دلارې خبرو کې پوټن وویل په مشقونو کې به فرضي حالات ښودل کېږي چې د اېټمي وسلو د استعمال او اېټمي وسله وړونکي مزایل د چلولو په اړه لوړ رتبه چارواکي څنګه ګامونه اخلي.
د روس د دفاع وزیر اندری بېلاوسوف وویل د مشقونو هدف د دښمن اېټمي ته حملې د جواب ورکولو مشق کول دي.
مغربي ملکونه د یوکرېن د ملاتړ نه د ودرولو په غرض پوټن وخت په وخت د هېواد اېټمي قوت لکه د تورې په شان راپورته کوي، د نهې، سه شنبې، په ورځ يې وویل د هېواد اېټمي وسلتون د روس د خودمختارۍ او د امنیت د اعتماد وړ ضمانت دی.
هغه وویل زیاتېدونکي جغرافیايي او سیاسي تاوتریخوالي او نویو خطراتو ته په کتنه دا ضروري ده چې روس داسې سټرېټيجېک ځواکونه ولري چې د جنګ دپاره تیار وي. هغه وویل د هېواد امنیت یقیني کولو دپاره د اېټمي وسلو استعمال اخيری او انتهايي ګام دی.
پوټن وویل ماسکو به دا کوښښونه دوامداره ساتي چې خپل اېټمي قوتونه جدید کړي، نوي او کره مزایل ځای په ځای کړي، د مزایل وختونه ښه کړي چې زر چلېدلی شي او د دفاعي نظامونو په ضد د مزایلو صلاحیتونه بهتر کړي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په مشقونو کې د اېټمي صلاحیت د اوږدې فاصلې مزایلې وچلول شوې چې د دفاع وزارت وویل خپلو هدفونو ته په کامیابۍ ورسېدل.
تېره میاشت د روس صدر خبرداری وکړو چې که چېرې یوکرېن ته اجازت ورکړی شو چې د مغربي ملکونو ورکړی شوي وسلې په روس کې دننه د حملو دپاره ورکاروي نو دا ګام به نېټو د روس سره په جنګ کړي.
هغه د اېټمي وسلو د استعمال په اړه د خپلې تګلارې په نوي شکل ټینګار وکړو چې ترمخه يې که یو غېر اېټمي ملک چې مرسته یې یو اېټمي قوت کوي، په روس حمله وکړي نو دا به په روس د دواړو ملکونو مشترکه حمله ګڼي. دا امریکې او د یوکرېن نورو حمایتي ملکونو ته واضحه پېغام ګڼل کېږي.
د سږ کال په شروع کې روس د ماسکو اتحادي ملک بېلاروس سره هم اېټمي مشقونه کړي دي. روس په بېلاروس کې ټېکټيکل یا د وړې پېمانې اېټمي وسلې ځای په ځای کړي دي.