قطر وايي اسرایل او حماس ډزبندۍ ته نږدې شوي دي

د اسرایلي یرغمالانو پلویان د امن معاهدې غوښتنه کوي چې دا ډول یرغمالان ازاد شي

قطر د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د اسرایل او د حماس ترمنځ د ډزبندۍ دپاره مذاکرات په حتمي پړاونو کې دي او دواړه فریقېن د پخوا په مقابل کې دا وخت معاهدې ته ډېر نږدې دي.

د قطر د خارجه وزارت ترجمان مجید الانصاري هفته وار خبري کانفرنس ته وویل په غزه کې د ډزبندۍ او د اسرایلي یرغمالانو د ازادۍ دپاره خبرې اترې په مثبت او ګټه ور ډول دوام لري خو هغه خبرداری وکړو چې تر څو د معاهدې اعلان نه وي شوی پکار ده چې ډېرې لېوالتیا نه کار وا نه خیستل شي.

امریکا، مصر او قطر د میاشتو راهسې په غزه کې سولې دپاره کوښښونه کوي او د نهې، سه شنبې، په ورځ په دوحه، قطر، کې د خبرو اترو توجو د ممکنه معاهدې په حتمي تفصیلاتو وه.

د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل امن معاهده سر ته رسېدونکي ده.

د امریکې په خارجه وزارت کې د خپل حکومت د خارجه تګلار کامیابۍ د بیانولو په موقع بایډن وویل مجوزه معاهده به اسرایلي یرغمالان ازاد کړي، جنګ په ودروي، اسرایل ته به امنیت ورکړي او د دې خبرې اجازت به ورکړي چې د غزه ولس ته په بشري امداد کې اضافه وکړی شي. هغه زیاته کړه چې د غزه اوسېدونکي د حماس شروع کړي جنګ دلاسه ډېر زورېدلي دي.

د امن مجوزه معاهده به په مختلفو مرحلو کې عملي کېږي.

حماس په هغه یرغمالان ازادوي چې د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه يې په اسرایل د حملې په مهال نیولي وو او اسرایل به فلسطیني قېدیان ازادوي.

deewa

اسرایلي ځواکونه به په مرحله وار ډول د غزه نه انخلا کوي، جنګ دلاسه بې کوره شويو ځینو فلسطینیانو ته به د ستنېدو اجازت ورکول کېږي او ملکي فلسطینیانو دپاره به په انساني امداد کې اضافه کولی شي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ اېم اېس اېن بي سي، ټېلې وېژن ته وویل د پخوا به پرتله دا وخت معاهده زیاته نږدې شوې او دا چې بال د حماس په لاس کې دی.

د بایډن د حکومت د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د بایډن حکومت د منځني ختیځ دپاره د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ مشیران د خبرو اترو د صورتحال نه باخبر ساتي او د منځني ختیځ دپاره د ټرمپ استازی سټیو وېټکاف د مذاکراتو په وروستۍ دوره کې شامل و.

په غزه کې جنګ د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی دی چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې د ۴۶۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او سړي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي

د بحیره روم په ساحل د غزه په پراخه کچه سیمې تباه کړی شوي دي، سیمه په انساني بحران کې مبتلا شوې ده او د علاقې د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ زیاتره برخه بې کوره شوې ده.

امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي