کوئټه :بمي چاؤدنې کې د مړو شمېره 15 ته رسېدلې ده

چاودنه تېره ورځ په ارباب اکرام خان روډ د پخواني مرکزي وزیر نصیر منگل د ځوي کور سره نزدې شوې وه

د پاکستان د بلوچستان صوبې سرښار کوئټه کې د جمعې په ورځ ترسره شوې بمي چادونې کې د مړو شمېره 15ؤ ته رسېدلې ده.
په دغه چاودنه کې 30 کسان ژوبل شوي هم وؤ.
چاودنه تېره ورځ په ارباب اکرام خان روډ د پخواني مرکزي وزیر نصیر منگل د ځوي کور سره نزدې شوې وه.
پولېسو د چاودنې وروسته سم لاسي دغه سېمه د عامو خلکو لپاره تړلې ده.
ژوبل کسان د علاج لپاره د کوئټه سول هسپتال ته رسول شوي وؤ. د دغه چاؤدنې له امله گڼ شميرگاډي هم تباه شوي دي ،ژوبل کسان دعلاج لپاره د کوئټه سول هسپتال ته رسول شوي وؤ.
بلخوا د بلوچستان بېلتون غوښتونکي ډلې بلوچ لېبریشن ارمي د کوئټې بمي چادونې پړه په غاړه اخستې ده.
د زیارت په ورځ په کوئټه کې نامعلومه کسانو د پولېسو سرجن ډاکټر باقر شاه هم وژلې ؤ.