بنګله دېش کې د حکومت مخالفه مظاهرو په نوې لړۍ کې نزدې 100 تنه وژل شوي

بنګله دېش کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ هم د حکومت مخالفه مظاهرو نوې لړۍ روانه وه او په دغو مظاهرو کې د وژنو شمېره نزدې 100 ته رسېدلې ده، مظاهره چيانو د وزيراعظمې شېخ حسينه واجه څخه د استعفا غوښتنه کړې ده. وزیراعظمې په دوی د ګډوډۍ يا تخريب کارۍ تور لګولی او د امنيت قابو کولو دپاره یې انټرنېټ بند کړی دی.

د بنګله دېش په بنګالۍ ژبه کې يادې ورځپاڼې (پروتوم الو) ويلي، د تشدد په پېښو کې د 14 پوليسو په ګډون 95 کسان وژل شوي دي. چېنل 24 نيوز ويلي، لږ تر لږه 85 کسان وژل شوي دي.

د بنګله دېش پوځ د اتوار د ماښام څخه د نامعلومه وخته پورې کرفيو/ګرځبنديز لګولی، ويل شوي کرفيو به پلازمينه ډهاکه، ډويژنل او ضلعي مرکزونو کې وي. حکومت له دې وړاندې په ډهاکه او ځينو نورو ځايونو کې کرفيو لګولې وه.

مظاهره چیانو د وزيراعظمې شېخ حسينه واجه څخه د استعفا غوښتنه کړې ده، يادې مظاهرې تېره میاشت د زده کوونکو لخوا په سرکاري نوکرو کې د کوټې ختمولو دپاره پيل شوې وې.

يادې مظاهرې په تشدد بدلې شوې او د 200 نه زيات کسان پکې وژل شوي وو.

په داسې کې چې د تشدد نوې پېښې شوي، حسينه واجد ویلي، په مظاهرو کې ګډوډی جوړونکي او تشدد کوونکي اوس زده کوونکي نه دي پاتې دوی جرايم پېشه دي، او په خلکو کې یې غږ کړی د دوی سره دې سخت چلند وکړي.

بنګله دېش کې واکمنه ګوند عوامي ليګ ويلي، د حسينه واجد څخه د استعفا غوښتنه ښيې چې مظاهرې د بنګله دېشن اپوزيشن بنګله دېش نېشنل ګوند او جماعت اسلامي لخوا شوي دي، جماعت اسلامي باندې په وروستيو کې په بنګله دېش کې بنديز لګول شوی دی.

د اتوار په ورځ حکومت، د ګل څخه د چهارشنبې پورې د رخصتۍ اعلان هم کړی دی، عدالتونه به بند وي. انټرنېټ بند کړل شوی، فېس بک، د وټس اېپ په ګډون نور د پيغامونو اېپونو ته هم رسايي نه کیږي.

د اطلاعاتو جونير وزير یې محمد علي عرفات ويلي، انټرنېټ او نور سروسونه د تشدد د مخنيوي دپاره تړل شوي دي.
په وروستيو اوونيو کې لږ تر لږه 11,000 کسان نيول شوي دي، او د ناامنۍ له امله په ټول ملک کې سکولونه او پوهنتونونه تړل شوي او چارواکو په ځای د ډز کرفيو لګولې ده.
بنګله دېش کې اوسنۍ مظاهرې څنګه پيل شوې؟

بنګله دېش کې په سرکاري ملازمتونو کې د کوټې د نظام خلاف په 15مه جولایي طالبعلمانو احتجاجي مظاهرې پیل کړې وې خو کله چې سپریم کورټ په سرکاري ملازمتونو کې د کوټه سسټم خلاف د هایکورټ فیصله معطل کړه نو دا مظاهرې یو څه ودرېدلې وي.

مظاهره چیانو د پاکستان څخه د ازادۍ اخستو په جګړه کې د شاملو کسانو د کورنیو غړو ته سرکاري ملازمتونو کې د 30 فیصده کوټې ځانګړې کولو خلاف احتجاج کولو.

مظاهره چیانو تور لګولی وو چې ملازمتونو کې د کوټې ځانګړې کولو ګټه به د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد ګوند عوامي لیګ ته ورسیږي.

عوامي لیګ هغه یواځينی ګوند وو چې مشر یې شیخ مجیب الرحمان په کال 1971م کې پاکستان نه د بیلیدو لپاره د بنګله دېش جوړولو د تحریک مشري کړې وه.

تیره میاشت په دې احتجاجي مظاهرو کې شدت هغه وخت پیدا شو چې د مظاهرو راجوړونکو دعوه وکړه چې پولیسو او حکومت پلوه ډلو په دوي حملې کړې دي.

د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ له سختو نښتو وروسته وزیراعظم حسینه واجد په ګرد هیواد کې کرفیو پځای کړې وه او د انټرنیټ او موبایل فون خدمات یې تړلي وو.

د جنوبي ایشیا لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د فنډ سیمه ییز مشر سنجی وجسیکارا د جمعې په ورځ خپل بیان کې ویلي وو چې د مظاهرو په مهال وژل شوو کې 32 ماشومان هم شامل وو.

هغه ویلي وو ورته معلومه شوې ده چې چارواکو د دې مظاهرو سره د تړاو په تور ماشومان هم نیولي دي.
ملګرو ملتونو او امریکې بنګله دېش کې په مظاهره چیانو د شوي تشدد غندنه کړې وه.