رپورټ:پاکستان دنړۍ په کچه هغه دریم هیواد دی چې په انټرنیټ یې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي

اسلام اباد کې د انټرنیټ دصارفینو دپاره دکارکوونکې ادارې بایټس فار ال فعال هارون بلوچ په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي، پاکستان کې دانټرنیټ په کاروونکو کې اضافه ډاډمن رجحان ښایي خو هغه وایي چې پاکستان کې په انټرنیټ سنسر شپ اؤ بندیزونه هم سیوا شوي دي

رپورټونه وایي د روان کال 2023م په وړومبیو شپږو میاشتو کې پاکستان دنړۍ په کچه هغه دریم هیواد دی چې په انټرنیټ یې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي دي.

دانټرنیټ په ازادۍ د نظر لرونکې کمپنۍ سرف شارک په یو تازه رپورټ کې ویل شوي دانټرنیټ دتړل کیدو د شپږمیاشتنۍ تجزیې څخه په ډاګه کیږي چې په نړۍ کې په انټرنیټ کوم 42 نوي قدغنونه اېښودل شوي هغې کې د دریوؤ ذمه وار پاکستان ؤ.

رپورټ کې ویل شوي پاکستان کې په انټرنیټ دا نوي بندیزونه په نهم مې دپخواني وزیراعظم عمران خان له نیول کیدو وروسته لګول شوي وؤ.

د رپورټ له مخې په نهم مې دعمران خان له نیول کیدو وروسته ټولنیزو رسنیو ټویټر،فیس بک،انسټا ګرام اؤ یوټیوب ته د خلکو لاسرسی محدود کړل شوی ؤ اؤ ددې ترڅنګ په ګڼو موقعو په عارضي ډول دموبایل فون خدماتو کې هم خنډان راپورته کړل شوي وؤ.

دسرف شارک رپورټ کې پاکستان دایران اؤ هند نه وروسته دهغو هیوادونو نوملړ ک شامل کړل شوی چې دکال2023 په وړومبیو شپږو میاشتو کې په انټرنیټ زیات بندیزونه لګولي اؤ دې بندیزونو کې زیاتره په ایشیا کې رپورټ شوي دي.

رپورټ وایي د روان کال وړومبیو شپږو میاشتو کې په ایران کې په انټرنیټ تر ټولو زیات14 بندیزونه لګول شوي اؤ دا بندیزونه زاهدان کې دعامو وژنو پرضد دشوؤ احتجاجونو په مهال رپورټ شوي دي.

همداشان هند بیا په انټرنیټ دبندیزونو په حواله د ایران نه لږ شان وروستو ښودل شوی اؤ رپورټ کې ویل شوي چې په دشپږو میاشتو په دغه موده کې هند نه په انټرنیټ دبندیزونو نهه پېښې رپورټ شوي چې دا بندیزونه زیاتره د احتجاجونو په مهال لګول شوي وؤ.

دانټرنیټ په ازادۍ دنظر لرونکو بیلابیلو ادارو د رپورټونو له مخې دا مهال پاکستان کې د انټرنيټ د کارونکو شمېره د 10ؤ کروړ نه اوړېدلې ده او دې سره په ډېجټل اقتصاد کې هم بې کچه اضافه شوې ده.

خو څېړونکي که يو خوا د انټرنیټ په استعمال کې د اضافې دا رجحان د ډاډ وړ ګرځوي نو ورسره سم وايي چې ددې سره سم په پاکستان کې دانټرنيټ په استعمال بندېزونه او سنسرشپ هم دوامداره دی.

اسلام اباد کې د انټرنیټ دصارفینو دپاره دکارکوونکې ادارې بایټس فار ال فعال هارون بلوچ په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي، پاکستان کې دانټرنیټ په کاروونکو کې اضافه ډاډمن رجحان ښایي خو هغه وایي چې پاکستان کې په انټرنیټ سنسر شپ اؤ بندیزونه هم سیوا شوي دي.

د هارون بلوچ په وینا څو کاله وړاندې چې پاکستان کې کومې ویب پاڼې بندې وې دهغې شمیره دڅلورو لکو څخه زیاته وه خو نن دا شمیره نهو لکو نه اوښتې ده اؤ دا ښایي چې په انټرنیټ هم سنسر شپ دخطرناک حد پورې زیات شوی دی.