اسرائیل د اکټوبر ۷مې د ترهګرې حملې منصوبه ساز یحیی سنوار ووژلو

السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملو منصوبه ساز بلل کېږي. د اګست په میاشت کې په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو وروسته السنوار د ډلې مشر ونومول شو. ایران په اسرایل د هنیه د وژلو الزام لګولی دی خو اسرایل د دې خبرې نه تصدیق او نه هم تردید کړی.

اسرایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د فلسطيني مسلح ډلې مشر یحیاالسنوار د وژلو اعلان وکړو. وېل کېږي چې السنوار د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې مرکزي منصوبه ساز و.

ډ امریکې صدر جوبایډڼ د حماس د مشر یحیا السنوار وژل کېدل د دنیا دپاره "ښه ورځ" وبلله او ويې وېل اوس به په غزه کې د جنګ بندۍ او د یرغمالانو د ازادولو دپاره د معاهدې لاره ازاده شي.

جرمني ته د سفر په مهال بایډن د السنوار د وژنې په اړه په یو لیکل شوي بیان کې وویل "دا د اسرایل، د امریکې او د دنیا دپاره ښه ورځ ده."

د اسرایلي چارواکو په وېنا اسرایلي ځواکونه اتفاقاً د السنوار او د دوو نورو وسله والو سره په غزه کې مخامخ شول او ډزې يې پې وکړې.

د اسرایلي ځواکونو په سمدستي ډول دا شک و چې السنوار يې ووژلو خو د هغه شناخت د تصدیق دپاره يې د هغه د غاښونو ډي اېن ای ټېستونه وکړل.

د اسرایل خارجه وزیر اېزرایل کاټز په یو بیان کې وویل" اجتماعي قاتل یحیا سنوار چې د اکتوبر د اوومې نېټې د قتل عام ذمه وار وو د ايي ډي اېف عسکرو ووژلو." اسرایل خپل پوځ د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، په نامه یادوي.

کاټز د السنوار وژل کېدل اسرایلي پوځ دپاره عسکري او اخلاقي کامیابي وبلله.

د اسرایل صدر اېزک هرزوګ په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې د السنوار د وژل کېدو هرکلی وکړو او غوښتنه يې وکړه چې د حماس د ولکې د یرغمالانو د ازادولو دپاره دې په چټکتیا ګامونه واخیستل شي.

هرزوګ وویل السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملې مرکزي منصوبه ساز و د کلونو راهسې د اسرایلیانو خلاف ترهکرۍ کې ککړ و.

د السنوار د وژل کېدو د تصدیق نه وروسته اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په یو وډیو پېغام کې د غزه اوسېدونکي په مخاطب کولو وویل هغه "د ستاسو ژوندونه تباه کړي وو" او اوس د غزه خلک موقعه لري چې د امریت نه ځانونه خلاص کړي.

نېټن یاهو وویل "نن برايي درنه ضربه وخوړله زمونږ مخې ته مشن لا نامکمله پروت دی." هغه وویل د السنوار وژنه په غزه د حماس د واک اختیار "لمر په پرېوتلو کې اهم سنګ" ميل دی.

السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملو منصوبه ساز بلل کېږي. د اګست په میاشت کې په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو وروسته السنوار د ډلې مشر ونومول شو. ایران په اسرایل د هنیه د وژلو الزام لګولی دی خو اسرایل د دې خبرې نه تصدیق او نه هم تردید کړی.

د دې نه مخکې اسرایلي پوځ د السنوار د وژل کېدو امکان څرګند کړی و. اسرایلي پوځ ویلي وو چې السنوار په هغه دریو وسله والو کې شامل و چې په غزه کې د اسرایلي عسکرو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

یوشپېته کلن السنوار د غزه په خان یونس کلي کې د کډوالو په یو کېمپ کې زېږېدلی و. حماس چې په کال ۱۹۸۷ کې جوړ شوی، السنوار يې په اولنو غړو کې شامل و او بالاخېر د ډلې د هغه امنیتي څانګې مشر شو چې هدف يې د حماس نه د اسرایل دپاره د جاسوسي کوونکي لرې کول وو.

د نونسوه اتیام په لسیزه کې السنوار اسرایل ګرفتار کړو. هغه اعتراف کړی و چې د اسرایل ۱۲ مشکوک همکاران يې وژلي دي. د دې اعترام وروسته هغه ته د بوچر اف خان یونس یا د خان یونس قصاب په نامه هم یادېدو. د دوو اسرایلي عسکرو د وژلو په شمول په یو شمېر نورو الزاماتو اسرایل السنوار ته د عمر قېد څلور سزاګانې اورولې وې.

السنوار چې په زندان کې و نو اسرایلي ډاکټرانو يې د مزغو د سرطان علاج کړی و. په کال ۲۰۱۱ کې اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اسرایلي پوځي ګېلاد شالېټ د ازادۍ په بدل کې السنوار هم ازاد کړو. شالېت حماس نیولی وو.

غزه ته د ستنېدو وروسته السنوار د حماس د مشرانو په صفونو کې زر ترقي وکړه. هغه د بې رحمۍ دپاره هم پېژندل کېدو. د امریکې سټېټ ډپارټمنټ هغه په ۲۰۱۵ کې نړیوال ترهګر وټاکلو. هغه په کال ۲۰۱۶ کې د حماس د یو بل اهم مشر محمود اشتیوي د وژل کېدو سره هم تړل کېدو. وېل کېږي اشتیوي د ډلې دننه د واک اختیار په شخړه کې وژل شوی دی.

السنوار په غزه کې د حماس د عملیات مشر، د حماس عسکري صلاحیتونو يې زیاتول او د اسماعیل هنیه سره يې همکاري کوله چې حماس د ایران او په سیمه کې د ایران حمایت یافته نورو ډلو سره نږدي کړي.

یو اسرایلي چارواکي وویل د یو مړي ډي اېن ای ټېسټونه کولی شي چې معلومه کړي چې السنوار خو نه دی؟ چارواکي زیاته کړه چې د ډي اېن ای ټېسټونو نه لا د السنوار د شناخت تصدیق نه دی شوی.

اسرایلي چارواکي وویل السنوار په جګړه کې وژل شوی خو په دې لړ کې د مخکنې نه څه عملیات نه وو ترتیب شوي.

د امریکايي چارواکو په قول د امریکې صدر جوبایډن ته د السنوار د شناخت په اړه د تحقیقاتو حال ورکړی شوی دی او امریکايي چارواکي د اسرایلي مامورینو سره په رابطه کې دي.

د السنوار په اړه د خبري ادارې د رپورټونو څخه نه معلومېده چې ایا حماس د السنوار د وژل کېدو په رپورټونو څه دریځ څرګند کړی او که نا؟