”مونږ په ذهني لحاظه ډېر خراب یو.زه د شپې خوب نشم کولی. زما یو زوی دی. هغه وایي چې جګړې ته به ځي“،د پاکستان د کرم قبایلي ضلعې لیلا ابراهیم د ټېلیفون له لارې وي او اې ته وویل.
د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې کرمه ضلعه چې د دریو خواوو نه ترې افغانستان پروت دی د اکتوبر په منځ کې د شیعه او سني قبایلو تر منځ د خونړۍ فرقه یزي شخړې له امله له ټول هېواد سره تقریبا پرې شوې ده.
په یاده ضلعه کې طبعي کارکونکي وائس اف امریکا ته ویلي چې د کرمې محاصره شوي اوسیدونکي چې د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي، د خوارځواکۍ او ژور ذهني فشار نښې ښیې.
ډاکټر قیصر بنګش چې د سیمې په سختو کلیو کې یې د روغتیايي وضعیت د سروې مشري کوله، له پاړاچنار څخه د ټیلیفون له لارې وائس اف امریکا ته وویل، ”موږ ولیدل چې د خلکو ډېره برخه د خوارځواکۍ په لور تللې ده“.
هغه زیاته کړه:”دوي سبزیانې، مېوې، دالونه، غوړي نه لري. دوی شیدې/شوده نشي پیدا کولی. د ماشومانو لپاره د فارمولا شیدې/شوده نشته. د دې له امله وضعیت ډېر خراب دی“.
د تاوتریخوالي څپه
تېر کال د جولای او دسمبر تر منځ په کرم کې د فرقه یزه شخړو له امله نږدې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.
د نومبر ۲۱مه هغه ورځ وه، کله چې د شیعه مسافرو یو کاروان په نښه شو، چې ۵۲ کسان په کې ووژل شول. هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت وانه خیست، خو د غچ په بریدونو کې په څو ورځو کې نږدې ۸۰ نور کسان ووژل شول.
د کرم تاوتریخوالی د شیعه او سني قبایلو تر منځ د تاریخي ځمکني شخړو ریښې لري، خو اکثره وخت فرقه ایزه بڼه خپله کړي.
د سپلائي کمی
د اکتوبر د وژونکي برید وروسته، له جنوبي اصلي لارې څخه سیمې ته د اړینو توکو لږ ګاډي رسېدلي دي.
د شورو/ چارشنبې په ورځ د مېوو، سبزیانو، او چرګانو یو کاروان سیمې ته ورسېد، خو د څو ورځو د ځنډ له امله ګران او نیم خراب شوی و.
ډیر کم خلکو پکې په محدوده توګه خپل د ضرورت سامانونه ترلاسه کړل. د پاراچنار مهوش شهزاد، چې د دریو ماشومانو مور ده، وائس اف امریکا ته د ټېلیفون د لارې وویل.
"موږ هیڅ شی نشو اخیستلی. ډیره ګڼه ګوڼه وي، د خلکو د رش له وجې یو بل ته زور ورکوو، "
ځآیي خبریال پاسدار وویل: "کله چې خلک له کلیو راوتلل، په شاوخوا کې میشتو ځایی خلکو هرڅه اخیستي وو." "هیڅ شی نه وو پاتې."
د 25 موټرو کاروان د نهې یا سه شنبې په ورځ د خوراکي توکو سره ورسید. پاسدار وویل چې دا د موټرو نیمایي شمیره ده چې یې تمه کیده.
د دوایانو کمښت/ د فارمېسۍ المارۍ تقریبا خالي دي
د درملو/ دوایانو د کمې له امله د وړو کلینیکونو، ناروغان په زیاتیدونکې توګه د پاړاچنار مرکزي روغتون ته مخه کوي. بنګش وايي د ناروغانو تعداد دوه چنده شوی دی.
د بنګش په خبره، که څه هم حکومت او مرستندویه ډلو د هلیکوپټرو له لارې د درملو سپلایي رسولې، خو دا مقدار کافي نه دی.
نفسیاتي اثرات
که څه هم تاوتریخوالی ذهني فشار، ویره او د یو روان درد لامل کیږي. د ذهني ناروغیو ډاکټرې کلثوم بنګش وویل: "اکثره د ذهني فشار پیښې وې، اضطراب وي، او فوبیا/ویره وي" ماشومان فوبیک شوي دي. هغه کسان چې بې ځایه شوي/کډوال شوې دي په دې اړه اندیښمن دي چې څنګه به دوی بیرته ستانه شي."
یاده ډاکټره چې په دغه سیمه کې یې د سیمه ایزو شخړو له امله ذهني فشار باندې سروې کړې ده وایي، د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي میرمنو او ماشومانو ته د رواني روغتیا ملاتړ چمتو کوي.
او هغې زیاته کړه چې که څوک د تاوتریخوالي له امله بې ځایه شوي هم ندي په دوامداره ویره کې ژوند کوي.
ډاکټر بنګش وي او اې ته وویل: "ما ولیدل چې کله ماشومان لوبې کوي، دوی اندیښمن وي چې ګولۍ/مرمۍ به له کوم ځای څخه د دوي پلو راشي. که دوی یو غږ واوري، دوی وايي چې دا د مرمۍ غږ دی."
نازک امن
د جنورۍ په لومړۍ نېټه، د سني او شیعه قبایلو تر منځ د ۱۴ مادو یو امن تړون لاسلیک شو.
سره له دې چې د جنورۍ په ۵ مه په یوه حکومتي کاروان باندې د وسله وال برید شوې و او د کرم ډپټي کمشنر پکې ژوبل شوې و، دا یو کمزوري سوله پاتې ده.
د ګل یا دوشنبې په ورځ، امنیتي ځواکونو د هغو بنکرونو ورانول پیل کړل چې د دواړو خواوو وسله والو جنګیالیو په ټوله سیمه کې جوړ کړي دي.
وزیر اعظم شهباز شریف د نهې/سه شنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې سوله به راشي.
د معاملې په بریالیتوب سره پلي کیدل به په دې معنی وي چې خلک او مالونه به یو ځل بیا د ضلعې په لور حرکت وکړي چې احتمال یې تر سخت امنیت لاندې دی.
د کرم د اوسېدونکو لپاره، دا تړون هیله را ژوندۍ کړې چې د سیمې ماشومان به د زده کړو لپاره یو ځل بیا ښوونځي ته لاړ شي.
د ابراهیم لپاره، د سولې معنه دا ده چې د هغې 15 کلن زوی د جنګیالي کیدو په ځای یو بل مستقبل وویني.
مور يې وويل: "زه غواړم چې هغه ښه زده کړه وکړي، خو هغه نشي کولى ځکه چې سکول بار بار تړل کيږي. "د هغه درسونه ګډوډ کیږي. زه خفه کیږم"