په تربت کې بم چاودنې درې ملکي کسان او په خېبر کې راکټ حملې دوه امنیتي عسکر وژلي

د تربت د پولیس مشر داد بخش وویل څلور کسان د تربت په یوه سیمه کې په لاره روان وو چې "ترهګرو" ښخ کړی بم پې وچاودېدو

د بلوچستان په تربت ضلع کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د سړک په غاړه ښخ کړی شوی بم وچاودېدو چې له امله يې یوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شوو. په خېبرضلع کې د امنیتي ځواکونو په پوسټ راکټ حمله کې دوه امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د تربت د پولیس مشر داد بخش وویل څلور کسان د تربت په یوه سیمه کې په لاره روان وو چې "ترهګرو" ښخ کړی بم پې وچاودېدو.

په سمدستي ډول چا د چاودنې ذمه واري نه ده منلې خو چارواکي په سیمه کې په امنیتي ځواکونو او د حکومتي اسانتیاو د حملو ‌ذمه واري په بېلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو پورې کوي.

که څه هم د پاکستان حکومت وايي په بلوچستان کې د وسله والو مخنیوی يې کړی خو په صوبه کې د ټیټې کچې یاغیتوب دوام لري.

بلخوا، د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې په جمرود کې د امنیتي ځواکونو په پوسټ حمله کې دوه امنیتي عسکر ووژل شوو. پولیس چارواکي سلیم خان د پېښې تصدیق کړی دی.

د جمرود د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو په سیمه د دې نه مخکې د ځینو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، منلې ده.