روسي او پاکستاني ځواکونه به په چراټ کې مشترکه جنگي مشقونه کوي

تېرکال په روس کې روسي او پاکستاني ځواکونو مشترکه مشقونه کړي وو

د روس د دفاع وزارت ویلي روسي او پاکستاني ځواکونه به د خبېبر پښتونخوان په چراټ کې د پاکستان د خصوصي پوځي عسکرو په مرکز کې مشترکه جنگي مشقونه کوي.

د روس دفاع وزارت په یو بیان کې وویل د دواړو هېوادونو عسکر به د اکتوبر د ٢١ مې نېټې نه تر د نومبر د څلورمې نېټې پورې په چراټ کې دغه مشقونه ترسره کوي او د یو بل سره به په غریزه علاقه کې د حملو او د غیرقانونې ډلو خلاف د اپریشن تجربه شریکوي.

په نژدې وختونو د روس او پاکستان ترمنځ پوځي همکارۍ کې اضافه شوې ده او ددې نه وړاندې هم د دواړو هېوادونو ځواکونو مشترکه مشقونه کړې دي.

د روس د فاع وزارت وویل په چرا کې د کېدونکو مشقونو فېصله د سږ کال د جولايي په میاشت کې په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو په یوه غونډه کې شوې وه.

د روس د دفاع وزارت وویل "د مشترکه مشقونو هدف دا دی چې د دواړ ملکونو پوځي همکاري مضبوطه او په وړاندې بوتللی شي."

د روس د فاع وزارت وویل د پاکستان سره په جنگي مشترکه جنگي مشقونو کې به د دواړه هېوادونو د ٢٠٠ نه زیات عسکر برخه اخلي چې پکې به ٧٠ روسي عسکر شامل وي.