د یوکرين پولې ته څېرمه د روسي ځواکونو په سر له څو اوونيو تاوتريخوالي وروسته، د روس د دفاع وزير سرګي شويګو په سيمه کې خپلو یو شمېر ځواکونو ته د بېرته ستنېدو امر کړى دى.
اروپايي اتحادیې اټکل کړی چې له سلو زرو څخه ډیر روسي عسکر پولې ته نزدې راټول شوي دي.
ښاغلي شویګو ویلي دي چې عسکر به زر اډو ته ستانه شي.
د یوکرېن صدر ولادیمیر زیلینسکي، چې یې د روس صدر ولادیمیر پوتین ته په کړکېچ ځپلې سیمه کې د لیدو کتلو یا مناظرې غږ کړی ؤ وس د دې هرکلی کړی چې روس په پوله د تاوتریخوالي "کمولو" پریکړه کوي.
زیلینسکي تیره اونۍ د اروپایي مشرانو سره د پوځونو په سر خبرې کړې وې.
د روس د دفاع وزیر تر مخه د دويي “عسکرو د خپل هېواد لپاره د باور وړ دفاع او وړتیا ښودلې ده”
هغه وویل د پوځ یو شمېر بریګيډز او همدارنګه د هوايي ځواکونو دستو ته یې بېرته خپلو دایمي مرکزونو ته د ستنېدلو امر کړی دی . دا اونۍ شورو کیدونکی دا کار به د می تر لومړۍ نیټې پورې پوره شي.
د روس پوځیان د روستوف، براینسک او کریمیا سیمو ته تللي دي.
د ځواکونو د ستنېدلو دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې په یو کرېن د روس د وېرېدونکي یرغل د مخنیوي لپاره د سفارتي هلو ځلو هڅو لړۍ روانه ده.
د جرمني چانسلر اولاف شولز تیره ورځ د ماسکو سفر کړی ؤ چې د روس له صدر ولادیمیر پوتین سره د روان د کړکېچ په اړه خبرې وکړي، جرمني د خبرو له لارې د سوله ایز حل غوښتنه کوي او خبرداری یې ورکړ ی ؤ چې وضعیت "په هره شیبه کې خرابیدلی شي."
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په یوه بیان کې ویلي، دا په روس پورې اړه لري چې له یو کرېن سره پر پوله له سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي.
روس د یوکرین سرحد ته نږدې، د یو لاکهـ نه زیات عسکر ځای پرځای کړي دي او د یوکرین شمال پلو په بلاروس کې یې هم یو لړ مشترک پوځي مشقونه پیل کړي دي، خو وایي چې په یوکرین باندې د حملې کولو څه پلان نه لري.
ماسکو د مغرب نه تضمینونه غواړي چې یوکرین او د پخواني شوروي اتحاد کوم جمهوریت به په نېټو کې نه شاملیږي، او بل دا چې نېټو اتحادیان په یوکرین کې میزائیلونه نصب نکړي او د مشرقي یورپ نه دې هم خپل عسکر وباسي.
امریکا او د نېټو نورو اتحادیانو د روس د دې غوښتنو نه په کلکه انکار کړی دی.