د ایف سي ار پرضد به غلی نه پاتې کیږم: شهاب الدین خان

شهاب الدین خان

د پاکستان په پارلمان کې د قباېلي سیمې باجوړ غړی شهاب الدین خان واېي د انګریز د وخت راسې روان تور قانون یا ایف سي ار پرضد به غلی نه پاتې کیږي.

د باجوړ تر ټولو لوړ پوړي سرکاري چارواکي- پولېټکل ایجنټ- تېره ورځ بې خبره ځاېي مشرانو او کشرانو ته د ایف سي ار پرضد د خبرو نه کولو ګواښونه کړي وو.

د پولېټکل ایجنټ وینا په سوشل میډیا باندې په زرګونو خلکو لیدلی. په ویډیو کې لیدل کیږي چې پولېټکل ایجنټ له ډیره سوخته ناستو خلکو ته ګوتې څنډوي.

د پولېټکل ایجنټ وینا په سوشل میډیا باندې په زرګونو خلکو لیدلی. په ویډیو کې لیدل کیږي چې پولېټکل ایجنټ له ډیره سوخته ناستو خلکو ته ګوتې څنډوي.

د قامي اسمبلۍ غړې شهاب الدین خان واېس اف امریکا ډیوه سره په مرکه کې پولېټکل ایجنټ ته واېي- قبايل غلامان نه دي او وخت بدل شوی. نوموړي سره دا مرکه بختور شاه کړې . تاسويې هم اوریدی شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

شهاب الدین خان