د طالبانو د حاکمېت وروسته ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو لپاره لازمي بودیجه نه ده برابر شوې: سیګار

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) وايي چې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.

سیګار د شنبې د ورځې ناوخته نومبر 16مه په ایکس/پخواني ټوېټر پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستود برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې وه، نړیوالې ټولنې ورته د اکتوبر د تیرې میاشتې تر ۲۲ پورې یوازې ۳۷ فیصده برابره کړې وه.

سیګار ویلي: "په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ملګري ملتونو دغه هیواد لپاره د بودیجې ټاکل شوی هدف ددغو دریو کلونو په هرکال کې نه دی ترلاسه کړی. د ملګرو ملتونو د وینا په اساس د بودیجې دا کسر په نړۍ کې د یو داسې هیواد لپاره چې ترټولو د یو ستر بشري بحران سره مخ دی او ۲۳.۷ میلیون وګړي یې د اساسي اړتیاو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو متکي دي، شوی دی."

سیګار افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدل د ښځو اونجونو په ګډون افغانستان کې د طالبانو له خوا بشري حقونو ته نه درناوی بولي. د سیګار د راپور له مخې عمومي منشي ګوتیریش ویلي: "د نړیوالو مکلفیتونو پر وړاندې د حاکمو چارواکو [طالبانو] ناکافي موافقت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په برخه کې د سرچینو د متحرک کولو د هڅو پر وړاندې د یو دوامداره ګواښ په توګه پاتې دی."

سیګار اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې پر کمښت د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د چلند د اغیزو یادونه په داسې حال کې کړې چې ملګرو ملتونو ویلي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مرستې رسونې په چارو کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو لاس وهنې زیاتې شوې، چې له امله یې ځینې پروژې بندې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون نافذیدل پر افغانانو په ځانګړي ډول ښځو باندې نوي محدودیتونه لګوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اکتوبر ۲۲ (لړم اول) د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر پر وړاندې د ننګونو او خنډونو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې د ۱۷۳ لاسوهنو په اړه راپور ورکړی چې ۹۸ فیصده دغه لاسوهنې د طالبانو د حاکمو چارواکو له خوا ترسره شوي دي.

اوچا ویلي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱ ) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د مرستې رسونې په چارو کې یې د امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا ۴۷ دغسې لاسوهنې ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي: "د سپټمبر په میاشت کې بشرپاله همکارانو د ۱۷۳ پیښو راپور ورکړی دی چې په پایله کې یې په موقتي توګه ۸۳ پروژې تړل شوي؛ دوه تاسیسات په موقتي ډول تړل شوي او یوه پروژه بل ځای ته انتقال شوي ده. دا پیښې اکثره (۹۸ فیصده) د حاکمو چارواکو [طالبانو] له خوا ترسره شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) په یو راپور کې ویلي چې ددغو لارښوونو له ډلې ۷۱ یې په ځانګړي ډول د بشري مرستو په بهیر کې د ښځو د ګډون په تړاو صادرې شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د بشري چارو ادارې په خوندي او معنی لرونکي او هراړخیز ډول د بشري چارو په ټولو فعالیونو کې د افغان میرمنو په ګډون په داسې حال کې چې د شتو اقداماتو د پیاوړي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کولو ته دوام ورکوي د مرستو په بهیر کې ددغه قانون اغیزې هم څاري.

د وي او ای اشنا په مننه