سیګار وایي د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دوه دفترونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د مرسته کوونکو ادارو د ارزونې لپاره له داخلي پالیسیو سره مطابقت نه شي ثابتولی چې 293 میلین ډالره فنډونه یې ترلاسه کړي او دا خطر شته چې کېدای شي له دې فنډه سخت دریځو ګټه اخیستې وي.
د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د افغانستان د بیارغونې څارونکې امریکایي ادارې سیګار د چارشنبې- شورو په ورځ په خپل تازه رپوټ کې ویلي:
"په دې خبره د ریاست [امریکا] پوهېدل مهم دي چې په حقیقت کې یې له مرستو څوک ګټه اخلي او د دې مخه ونیول شي چې دا مرستې د طالبانو یا نورو تر بندیز لاندې اړخونو ته ونه ګرځول شي."
په رپوټ کې ویل شوي طالبانو هڅه کړې چې د بشردوستانه انجوګانو د جوړولو په ګډون د امریکې د مرستو فنډونه "له څو لارو تر لاسه کړي".
د امریکې د نړیوالې پرمختیا ادارې یا یوسېډ چارواکو سیګار ته ویلي داسې رپوټونه یې اورېدلي چې د طالبانو حکومت د اقتصاد په وزارت کې 1000 نوې انجوګانې رجسټر شوې دي او داسې اوازې دي چې د دغو ادارو ډېره برخه یې له طالبانو سره اړیکې لري او یا داسې دي چې ترهګرو ډلو ته پېسې ولېږي.
سیګار وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته پکار دی چې خپلو مرسته رسوونکو شریکانو ته د ور پېښو خطرونو بشپړه او دوامداره ارزونه وکړي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې مرستې یې سمې ځایونو ته رسیږي.
د امریکې بهرنیو چارو وزارت سمدستي د رویټرز د پوښتنې په جواب کې په دې اړه څه تبصره نه ده کړې او نه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د سیګار رپوټ ته څه غبرګون ښکاره کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اصولو له مخې د وزارت ټولې ادارې باید د بودیجې تر ځنګړي کولو او لګولو مخکې د پېسو تر منظورۍ وړاندې مرحله کې د خپلې تګلارې په بنیاد د ټولو پروګرامونو خطرونه وارزوي او ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر او ملاتړي یې د امریکې د ټیکس ورکوونکو له پېسو ګټه نه اخلي.
سیګار په خپل رپوټ کې ویلي د بهرنیو چارو وزارت په پینځو ادارو کې دوو ادارو د 2022م د مارچ له لومړۍ بیا د دې کال د نومبر تر 30مې په افغانستان کې د مرستو فعال پروګرامونه لرل، خو نه دي توانېدلې چې د وزارت له تګلارې سره د مطابقت په اړه کافي اسناد وړاندې کړي.
په دغو دوو ادارو کې یوه د بهرنیو چارو وزارت د جمهوریت، بشري حقونو او کارګرو اداره ده او بله د مخدره موادو او د قانون د نفاذ د نړیوالو چارو اداره ده چې وایي ویې نه شوای کولای چې له دغې تګلارې سره د خپل مطابقت ثابتولو لپاره کافي اسناد وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ځینو چارواکو سیګار ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې د دغو دوو ادارو د دفترونو له ختمېدو او د کارکوونکو له رخصتېدو وروسته یې ونه شو کولای اسنادونه تر لاسه کړي.
سیګار وایي "ریاست [امریکا] ونه شو کولی د هغو ورکړو فنډونو په اړه د خپلو شریکانو د ارزونې اړتیاوې پوره کړي چې په افغانستان کې یې لږ تر لږه د 293 میلین ډالرو مرستې وېشلې دي."
وایي له دې کبله کېدای شي "دا خطر ډېر شوی وي چې ترهګر او له ترهګرو سره تړلي کسان او ادارې په غیرقانوني توګه [له دغو فنډونو] ګټه واخي."
په تېرو څه کم درو کلونو کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي او د نورو بهرنیو ځواکونو په ګډون امریکا له دې هېواده وتلې ده واشنګټن تر بل هر ملک له بېوزلو او اقتصادځپلیو افغانانو سره زیاته مرسته کړې ده.
د رپوټونو له مخې د 2021 کال د اګست په 30مه چې د امریکا د وتلو بهیر بشپړ شوی له هغه راهیسې واشنګټن له افغانستان سره تر 17.9 ارب ډالرو زیاته مرسته کړې ده.