د خيبر پښتونخوا مانسهرې ضلعې شارکول کلي سراج خان په کال ۱۹۹۶ کښې د کوره بي درکه شوې وو. سراج خان د کوره پټ کراچۍ ته تښتیدل غوښتل او په ناپوهۍ کښې د لاهور نه په وور ګاډي (ريل ګاډي) کښې د هندوستان نوي ډيلي ښار ته ورسيد.
دغه وخت د سراج خان عمر یواځې لس کاله وو د قانوني اسنادو نه لرلو په سر پولیسو اونیولو او تر دریو کالو پورې د نوي ډیلي د ماشومانو په بندي خانه یا جیل کې وساتل شو.
د بند نه دخوشي کیدو وروسته د مانسهرې دغه ماشوم په یو ځايي هوټل کې د ژوند تیرولو لپاره کار روزګار پیل کړو. او څه وخت وروسته يې د هندوستان يوې ځايي جېنۍ ساجده سره واده هم وکړو. د سراج خان او ساجدې درې ماشومان دي، دولس کلنه زارا او اته کلن غبرګوني اعجاز او عنایت.
سراج خان د خپل ژوند ۲۵ کلونه په هندوستان کې تیر کړل خو په نژدیو ورځو کې د هندوستان سپریم کورټ په امر هغه د ممبۍ نه پاکستان ته وشړل (ډي پورټ) شو. د هندوسان د سپریم کورټ د فیصلې وروسته د هند حکومت سراج خان څلور میاشتې وړاندې د خپل هيواد نه په دي تور وشړلو چي هغه د پاکستان وګړی دی او پههندوستان (ممبۍ) کې په غېر قانوني توګه ژوند کوي.
خو پاکستان ته د رارسیدو وروسته هم د سراج خان غمونه کم نه شول.
که څه هم سراج د تیرو څو میاشتو راهسې په پاکستان کې دی خو د پاکستان حکومت لا تر دې دمه هغه ته قامي شناختي کارډ او پاسپورټ ورکولو ته نه دی تيار. د قامي شناختي کارډ او پاسپورټ نه لرلو له وجې سراج اوس هم د يو شمير ستونزو سره مخ دي.
نه یواځې دا چې سراج خان پخپله د ستونزو سره مخ دی د هند په ممبۍ ښار کې پاتې د هغه ښځه او ماشومان هم د هغه په شان سرکاري لانجو سره مخامخ دي.
وي او ای ډیوه سره د خبرو اترو په وخت د ۲۵ کالو دغه مسافر سراج خان وایي د هندوستان حکومت راته پاکستانی وايي او دلته په خپل هيواد کښې راته هم استخباراتي ادارې د شک په سترګه ګوري. دغه ادارې رانه پلټني کوي او نه پوهيږم چې څه به راسره کيږي.
سراج خان چې اوس سمه پښتو هم نه شي وېلی په هندۍ ژبه په غریو نیولي غږ وي او ای ته وايي: " د دواړو هيوادونو نه څوک د تپوس کولو نه شته. زما ماشومان د هند وګړي دي خو د هندوستان حکومت ېي مرسته نه کوي. زه پاکستانی يم خو د پاکستان حکومت زما څه قسمه مرستو ته نه دی تيار. حيران يم چې دا سلوک راسره ولي کيږي او ولي پاکستان د هندوستان نه بيرته د داخلي اجازه راکوو".
په هندوستان کې د خپلو ۲۵ کالو تیرولو په وخت سراج خان خپل پلار بېلالی، پلار يې دري کاله وړاندي په حق رسیدلی خو مور، دوه وروڼه، او دوه خوېندو يې دومره وخت پس لیدلي.
دومره موده د خپل بچي په غم کې اخته د سراج خان مور د خپل ځوي په ليدو که یو خوا خوشحاله ده خو اوس هم ژاړي او وايي چي تر څو ېي خپل نوسي د کور په انګڼ کښې نه وي ليدلي تر هغي ېي خوشحالۍ نيمګړې دي. وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د سراج مور وايي:
٫٫ تير شوي پنځويشت کاله ډير سخت وو. ما به په هر لمانځه کښې د خپل ځوي لپاره دعاګانې کولې، چي زه خپل ځوی په ژوندانه اوینم. چې اوس راغلی نو دا دعا کوم چي خدايه سراج ته خپل بچي راولي چي زمونږه خوشحالۍ شریکې شي. ماښام زما بچی روژه نه ماتوي ډير خفه او په سترګو کښې ېي اوښکې وي. زه دغه د خپل زوي غم نور نه شم زغملی، او غواړم چي خپلو بچو سره يو ځائي شي ".
د مانسهرې سراج خان ۲۵ کاله وړاندې د ناپوهۍ له وجي هند ته رسيدلی وو. خپل بي نومه ماشومتوب او ځواني ېي د سړک په غاړه تيره کړې او په کال دوه زره نهم کښې ېي خپل ځان د هندوستان د جرمونو د پلټني ادارې (سي ايي ډي) ته د پاکستاني وګړي په توګه تسليم کړو. سراج خان د هند اعلي عدالت کښې د وګړي توب يو شمير خواستونه هم جمع کړل خو بيا هم د هندوستان حکومت ٰلخوا هغه د خپلو بچو او مير من نه علاوه د کال ۲۰۱۸ په ۱۲م مارچ بيرته پاکستان ته وشړل شو.
دغه ځوان اوس د خپلو ماشومانو او ميرمن سره هرهورځ په وټس ايپ خبرې کوي او ماشومان يې ترې هم دا پوښتنه کوي ٫٫ بابا ته به کله راځي.٬٬ سراج خان وايي دومره بي وسه يم چې خپله پيژندګلو لټوم، نو ماشومانو ته به څه ځواب ورکړم.
" زما د ژوند قيصه هم هغه شان روانه ده. وړاندي زما مور، پلار او وروڼو خوېندو زما لپاره ژړا ګانې کولې، اوس زه د خپلو ماشومانو او ميرمن لپاره ژړا کوم. قيصه هم هغه ده خو د ژړا کردارونه بدل شو".
د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت سراج خان وايي په هندي او پاکستاني فلمونو کښې دا قسمه پېښو سره مخ خلک د فلم په اخره کې خوشحالۍ ویني. او د بجرنګي بهاېي جان غوندي مشهور فلم په اخره کښې د سلمان خان غوندي ستوری راپيدا شي، ورک ماشوم خپل کور ته ورسوي. د دواړه هيوادونو رول ډير مثبت ښودل کيږي خو په عملي توګه بيا دغه سلوک نه ليدل کيږي.