د پاکستان قبائيلي سيمه خېبر ايجنسۍ کې وسله والو د امنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ بريد کړی ، او د امنيتي ځواکونو په ځوابي کاروايۍ کې بريد په شا تمبول شوی ، او شپږ وسله وال هم وژل شوي دي .
سرکاري ميډيا وايي وسله والو د خېبرايجنسۍ د جمرود تحصيل په غونډۍ نومې علاقه کې د امنيتي ځواکونو په يو حفاظتي چيک پوسټ بريد کړی دی .
اود وسله والو حمله کوؤنکو په ضد د امنيتي ځواکونو په ځوابي کاروايۍ کې شپږ بريدگر وژل شوي دي . د امنيتي سرچينو ترمخه په علاقه کې د پلټنې عمليات هم پېل کړی شوي دي .
د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې په ورستيو کې پوځ د جنگي الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د وسله والو په ضد فضائي عمليات کړي ، چې پکې د يو شمېر جنگيالو د وژلو او د هغويي د ځالو تباه کولو ادعا شوې ده .
د خېبرايجنسۍ يو چارواکي وائس اف امريکا ته وئيلي ، د اگست د مياشتې په ۱۴م نېټه يوه کاروايۍ کې د وژل شوؤ څلورو وسله والو پېژندگلو شوې ده ، چې پکې د تحريک طالبان او لشکر اسلام نومې ډلې کمانډر هم شامل دی .