په سوشل ميډيا د دروغو خبرونو مخ نيوی څنگه کېدلی شي؟

لومړی په ټوېټر، بيا په فېس بک او دغسې په يوټيوب هم د دغې پېښې په اړه دروغجنې قېصې ولیدل شوې خو وایرل یا بې کچه خورې نشوې

لکه د نورو پېښو په څېر په پېرس کې په تاريخي نوټر ډام چرچ د اوور لګېدلو د پېښې خبرونه هم په سوشل مېډيا د ډول ډول پروپېګنډو ترڅنگ خپاره شول.

لومړی په ټوېټر، بيا په فېس بک او دغسې په يوټيوب هم د دغې پېښې په اړه دروغجنې قېصې ولیدل شوې خو وایرل یا بې کچه خورې نشوې.

ډېنيل فنکي د پواېنټر انسټيټيوټ نومې غېر حکومتي ادارې خبريال دی وايي "ټېکنکل ادارې به هغه خبرونه په ګوته کوي چې درغ معلومات خوروي او خلکو ته به په خپل دغه کار هم په ډاګه کوي چې اوګورۍ دوي د دروغو د خورېدلو مخ نيوی کوي".

فېس بک، ټوېټر او يوټيوب د دغسې يو شمېر کمپنيو نه کمک اخلي چې ورته د دروغو خبرونه په ګوته کړي او دوی يې د خپلو پاڼو نه لرې کړي.

خو ځيني څيړونکي وايې دغه کار پوره نه دی د دروغو خبرونو مخ نيوي لپاره د سوشل مېډيا کمپنيو ته ډېر کار پکار دی.

سېلويا ګارسيا د امريکا په کانګرېس کې د جوډيشري کمېټۍ یا د قانوني چارو د ډلې غړې ده په سوشل مېډيا داسې نيوکه کوي، " ستاسو کارکونکو په سوشل مېډيا په نړيواله کچه د يوشمېر خرابو ټکو او بدو ردو د مخ نيوي لپاره څه کړي دي؟"

دې ته په ځواب کې د فېس بک نيل پاټ د جوډيشري کمېټۍ غوندې ته ووېل، "مونږه 30000 کسان په دې کار لګولي دي چې امنيت او د خلکو حفاظت ته پام وکړي. په دغه 30000 کسانو کې د بېلا بېلو مدونو ځانګړي ماهران دي او د جديد کمپيوټري نظام سره په فېس بک د خرابو او دروغو خبرو مخه نيسي."

د ريښتياو معلومولو ادارې د کمپوټري نظام د لارې په سوشل مېډيا خپاره شویو لانجمنو موضوعاتو نظر ساتي، د ريښتياو د معلومولو د ادارې ،فېکټ چېک ډاټ آرګ مشر يو جين کېلي وايې، " د لانجمنو پاڼو په ګوته کولو سره به د سوشل مېډيا پاڼې ددې جوګه شي چې بد خلک به اوپېژني او په ضد به يې کاروايې وکړي. خو د دې کار سره به د دوي په ګټه وټه هم بد اثرات پريوزي او ورته به ډېر اشتهارونه هم نه ورکړی کېږي چې د دوي به پکې تاوان وي"

هر څه که د لانجمنو پاڼو او پروپېګنډو په ضد په سوشل مېډيا سخته څارنه به حالات ښه کړي خو د فېس بک وده به هم ورسره کمه شي څيړونکي وایې د خپلې ذمه وارۍ په ښه شان ترسره کول به د سوشل مېډيا په ګټه کې کمی وکړي خو دغه کمپنۍ د دې مسلې حل لټوي چې د لانجمنو پاڼو مخ نيوی هم وشي او ګټه يې هم کمه نه شي.