د غزه په جنوبي ښارګوټی خان یونس د اسرایلي پوځ لخوا بې رحمه بمباري روانه ده او دغلته تللي سلګونو زره فلسطینیانو لپاره په دغه بمبارۍ کې کوم کمې نه دی راغلی چا ته چې ویل شوي وو د ځان خوندي ساتلو لپاره دغه سیمو ته لاړ شي. اسرایلي پوځ د حماس وسله والو لخوا د اکتوبر په ۷مه نېټه شوي برید وروسته په غزه خونړي بریدونه شورو کړي.
تېره ورځ د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو ویلي دغه تازه بمباري به تر هغې روانه وي تر څو چې پاتې اسرایلي یرغمالیان خوشي شوي نه وي او حماس وسله واله ډله د منځه تللي نه وي. نوموړي ویلي ٫٫ یوه سخته جګړه زمونږ په وړاندې ده.٬٬
اسرایلي چارواکي وايي چې د حماس وسله وال په خان یونس کې پټ شوي ځکه په دغه ښار ګوټي بمباري کوي.
د اتوار په ورځ چې کله دغه جګړه بیرته پېل شوه د امریکا صدر جو باېډن انتظامې لخوا په اسرایل بیا غږ شوی چې د عامو فلسطینیانو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره دې نور ګامونه پورته کړي.
د جمعې په ورځ اسرایل او حماس تر منځه د ډزبندۍ ختمیدو راپه دیخوا په غزه د اسرایلي پوځ په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزه د صحت وزارت تر مخه د اکتوبر ۷مې د برید وروسته په اسرایلي بمبارۍ کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېره ۱۵۲۰۰ (پینځلس زره دوه سوه) ته رسېدلې او د ۴۰۰۰۰ (څلوېښتو زرو) نه زیات خلک ژوبل شوي. د غزه د صحت وزارت تر مخه په دغو کې ۷۰ فیصده ښځې او ماشومان دي.
د امریکا ناېب صدرې کماله هېرس تېره ورځ په دوبۍ کې د سي او پي ۲۸ ماحولیاتي غونډې په مهال ویلي ٫٫ ډیر زیات معصومه فلسطینیان وژل شوي، په ریښتیا د عامو خلکو د مرګ ژوبلې کچه او د غزې نه راتلونکي عکسونه او ویډیو ګانې ویجاړونکي دي. ٬٬
د امریکا د دفاع سېکتر لوېډ اسټن بیا ویلي چې د امریکا له خوا ٫٫ د اسرایل د امنیت ملاتړ د خبرو اترو وړ نه دی ٬٬ خو هغه په شخصي توګه اسرایل ته خبرداری ورکړی چې که دوي د عامو خلکو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته نه کړي دا به د دوي افراطیت د خطر سره مخ کړي.
ښاغلي اسټن په کېلیفورنیا کې یوې غونډې ته ویلي ٫٫ په داسې قسمه جګړو کې ملکي وګړي مرکزي حیثیت لري. که تاسو دوي د دوښمن لاسو ته ورکړۍ نو تاسو تاکتیکي ګټه په ستراتیژک ماتې بدله کړۍ.٬٬
نوموړي په اسرایل زور واچو چې غزه ته دې د بشري مرستو روسولو کار وغځوي او د دغه لانجې د حل لپاره یې د اسرایل او فلسطین دوو ریاستونو د حل امریکايي خبره هم تکرار کړه.
ملکي تلفات یا د عامو خلکو مرګ ژوبله
د غزه د صحت وزارت تر مخه د اکتوبر ۷مې د برید وروسته په اسرایلي بمبارۍ کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېره 15200 ته رسېدلې او د 40000 نه زیات خلک ژوبل شوي. د غزه د صحت وزارت تر مخه په دغو کې ۷۰ فیصده ښځې او ماشومان دي.
نژدې ۲ میلینه (شل لکه) فلسطینیان چې نژدې د غزه ټوله ابادي جوړیږي دا مهال د غزې جنوبي سیمو ته ورننوتي او دغلته دوي د بمبارۍ نه د ځان ساتلو لپاره کوم پناه ځایونه هم نه لري.
د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایل پوځ ویلي وو چې په دوو ورځو کې یې په غزه کې د حماس وسله والو نزدې ۴۰۰ مرکزونه په نخښه کړي. په دغو کې هوايي بمبار، د ټینکونو ډزې او د سمندري پوځ لخوا ډزې شاملې دي. په دغه بریدونو کې د ۵۰ نه زیات په خان یونس او نور د غزه په جنوبي برخو کې شوي.
د جنوبي غزه په یو برید کې یوه داسې ودانۍ هم په نخښه شوې چرته چې د جبالیه مهاجر کیمپ بې کوره شوي کورنۍ اوسیدلې. دغلته پاتې کیدونکو حمزه عبید او امل رضوان ویلي په دغه څو پوړیزه ودانۍ برید کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي او ژوبل شوي.
د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل شوي ناڅافي برید کې د اسرایلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ اسرایلیان وژل شوي وو او ۲۴۰ اسرایلیان د حماس وسله والو یرغمل کړي وو. امریکا، برتانیه، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هیوادونو حماس وسله واله ډله ترهګره ډله ګرځولې.
د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د خالي/ شنبې په ورځ یو وارې بیا ویلي ٫٫ دا جنګ به تر هغې روان وي تر څو چې مو خپل احداف نه وي ترسره کړي. او دغه ترسره کول د ځمکني عملیاتو پرته ممکنه نه ده.٬٬
بلخوا د اسرایل د پوځ یو ویاند لېفټننټ کرنل پیټر لرنر ویلي د ډزبندۍ ختمیدو وروسته د حماس لخوا د اسرایل په جنوبي سیمو د ۲۵۰ نه زیات راکټي بریدونه شوي.
د دغه راکټي بریدونو وروسته په جنوبي اسرایل د بیړني حالت ساېرنې اوریدل شوي خو د کوم قسمه مرګ ژوبلې یا تاوان کوم خبر نه دی رپورټ شوی.
د دې خبر ځیني معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس، ای اېف پي او راېټرز خبري ادارو نه اخستل شوي.