د ايشيا کپ فاينل نه وړاندې سري لنکا پاکستان ته ماتې ورکړې

د ايشيا کرکټ کپ فاينل يا پايلوبې نه په وړاندينۍ سيالۍ کې د سري لنکا لوبډلې پاکستان ته په پينځه وکټو ماتې ورکړې، دواړه لوبډلې د اتوار/ يکشنبې په ورځ [11 ستمبر] په فاينل کې مخامخ کيږي.

تیره شپه ترسره شوې سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټنګ کړی او په وروستي شلم اوور کې يې په ټولو لس لوبغاړو سوځېدو 121 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د سري لنکا لوبډلې ټاکلی هدف په 17 اوورونو کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو پوره کړی او لوبه يې ګټلې ده.

په ټولنيزو رسنیو په ياده سيالۍ بحث تود بحث پېل شوی دی.

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی تېز بالر شعېب اختر چې په کرکټ سياليو تبصرې کوي، په ټويټر يې ويلي،

"هلکانو خېر دی نن په کوم موډ کې راغلي وئ".

په بل ټويټ کې هغه د پاکستان لوبډلې ته ويلي راپاڅه ځان تکړه کړه.

او د سيالۍ وروسته د پاکستان کرکټ لوبډلې کوچ ثقلېن مشتاق ويلي، لوبډله يې په 20 اووريزو سياليو کې ښه لوبه کوي په بېټنګ تبصره نه کوي خو خوشبينه او پراعتماده دی.

هغه ويلي د سري لنکا پرضد فاينل کې به غلطيانې نه کوي، په لوبډله کې به بدلون کوي او په ننۍ سيالۍ کې يې ځینې لوبغاړو ته ارام ورکړی وو.

پاکستان په ياده سيالۍ کې د شاداب خان او نسيم شاه په ځای عثمان قادر او حسن علي شامل کړي وو.

د ايشيا کپ په سيالیو کې پاکستان په خپله لومړۍ سیالۍ کي د هند د لوبډلې نه ماتې خوړلې، په دوېمه کې يې هانګ کانګ ته، په درېمه کې يې هند ته او څلورمه کې يې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

بل لور ته د سري لنکا لوبډلې په لومړۍ سيالۍ کې د افغانستان نه ماتې خوړلې، په دوېمه کې يې بنګله دېش، په درېمه کې يې افغانستان، څلورمه کې يې هند او تيره شپه يې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.