د ترکي پولیس په هېواد کې د موساد اېجنټانو ته پېسې د رسوولو په الزام یو تن ګرفتار کړی

په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې د ترکي صدر رجب طیب اردوان د اسرایلي پوځ په چلند سختي نیوکې کوي او د حماس ستاینه کوي او د ازادۍ ډله یې بلي

د ترکي پولیس یو تن په دې الزام ګرفتار کړی چې په ترکي کې يې د اسرایل استخباراتي ادارې موساد اېجنټانو ته پېسې منتقلولې. دا خبر د ترکي سرکاري خبري ادارې انادولو د نهې، سه شنبې، په ورځ ورکړو.

انادولو د نیول شوي تن شناخت د لېرېدون رجب په نوم کړی چې د کوسوو شهري دی او د اګست په ۲۵ نېټه ترکي ته داخل شوی وو. هغه د نهې، سه شنبې، په ورځ په رسمي ډول ګرفتار کړی شو.

د انادولو رپورټ وايي د تفتیش په مهال رجب د پېسو د منتقلولو اعتراف کړی دی.

د سږ کال د جنورۍ د میاشت راهسې د ترکي چارواکو په لسګونو خلک په دې شک نیولي چې په ترکې مېشته د فلسطینیانو او نورو خلکو په اړه يې معلومات جمع کول او موساد ته يې ورکول.

اسرایل په ترکې کې د ګرفتاریانو په اړه څه نه دي ویلي.

په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې د ترکي صدر رجب طیب اردوان د اسرایلي پوځ په چلند سختي نیوکې کوي او د حماس ستاینه کوي او د ازادۍ ډله یې بلي.

د می په میاشت کې ترکي د اسرایل سره ټول تجارت ودرولو او نړیوال عدالت ته يې په هغه مقدمه کې د شاملېدلو خواست کړی چې په کې په اسرایل د جېنوسایډ یا د نسل وژنې الزام لګول شوی دی. اسرایل دغه مقدمه رد کړې ده.