د اټلي پولیس هېواد ته د غېرقانوني کډوالو د راوستلو په الزام د افغانستان، پاکستان او د عراق ځینې کسان نیولي

د اټلي سرکاري وکیلانو په یو بیان کې وویل تحقیق کوونکو داسې شواهد راټول کړي دي چې په ترکي او عراق کې یو مجرمانه تنظیم وجود لري، په اټلي، فرانس او یونان کې يې څانګې دي او د سمندر دلارې د غېرقانوني کډوالو د حرکت انتظام کوي

د اټلي پولیس هېواد ته د غېر قانوني کډوالو د راوستلو په الزام ۱۳ کسان نیولي دي چې ځینې په کې د افغانستان، پاکستان او د عراق شهریان دي.

د اټلي پوليس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ګرفتار شوي کسان د منځني ختیځ او د جنوبي اېشیا نه اټلي او فرانس ته د انسانانو په سمګلېنګ یا قاچاق کې ککړ وو.

د اټلي د کلېبریا سیمې د سرکاري وکیلانو یا څارنوالانو ترمخه، مشکوک کسان د اتوار، یکشنبې، په ورځ د روم او د مېلان په شمول په مختلفو ښارونو کې په چاپو کې ونیول شوو.

په نیول شویو کسانو الزام دی چې په مجرمانه هلوځلو او په مني لانډرنګ یا غېر قانوني پېسو ته قانوني رنګ ورکولو کې ککړ وو.

د اټلي سرکاري وکیلانو په یو بیان کې وویل تحقیق کوونکو داسې شواهد راټول کړي دي چې په ترکي او عراق کې یو مجرمانه تنظیم وجود لري، په اټلي، فرانس او یونان کې يې څانګې دي او د سمندر دلارې د غېرقانوني کډوالو د حرکت انتظام کوي.

د اټلي د چارواکو ترمخه دا ډله د عراق، ایران، افغانستان، پاکستان، شام او د لبنان په شمول د مختلفو ملکونو کډوال د کلېبریا ساحلونو ته په راوستلو کې مرسته کوي.

دې ډلې د خپلو وطنوالو يو جال لرلو چې په کروټون سیمه کې به يې نوي راتلونکو کډوالو ته د استوګنې ځای ورکولو او د فرانس سرحد ته د تګ دپاره به يې ورته د بسونو او رېل ګاډو ټېکټونه اخیستل او بیا به يې سمګلرانو فرانس ته په بوتلو کې مرسته کوله.

په انساني قاچاق کې ککړې د مبینه ډلې خلاف د عملیاتو په مهال په وېنټېمیلیا، روم او مېلان کې درې تجارتي اڼګڼونه هم پولیس قبضه کړي دي. دا ځایونه د پېسو د غېرقانوني انتقال په نظام حواله کې استعمالېدل. حواله د پېسو د انتقال غېر رسمي نظام دی چې د بېنک په مقابل کې په کې د پېسو درک معلومول یو مشکل کار وي.

د اټلي وزیراعظمې جورجیا مېلوني د غېرقانوني مهاجرت خلاف اقدامات د خپل حکومت ترجیح ټاکلې ده. هغې د ګرفتاریو هرکلی وکړو او ويې وېل عزم لري چې مجرمانه جالونه او انساني سمګلېنګ ختم کړي.