سعودي ولي عهد د سوات د یو اتل په نوم د صحت مرکز جوړولو اعلان کړی

وزیراعظم عمران خان او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان

سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د سوات سره تعلق لرونکي فرمان علي په نوم د هغو ټاټوبي کې د روغتیا مرکز جوړولو امر کړی دی.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو د وزیر صلاکار شهزاده فېصل بن فرحان په خپل ټویټر لیکلي د خېبر پښتونخوا د سوات فرمان خان په کال ٢٠٠٩ کې په جده سعودي عرب کې د سیلاب په وخت ١۴ کسان د اوبو څخه را ویستلي وو او د خلکو د بچ کولو په مهال یې خپل ژوند کې خپل ژوند دلاسه ورکړې وو.

فېصل بن فرحان لیکي "فرمان خان یو ریښتینی اتل و د هغو قرباني د سعودي او پاکستان د ورورولۍ یو حقیقي مثال دی."

د نومبر کال ٢٠٠٩ جده سعودي عرب کې راغلي سیلابونو په وخت فرمان خان خپلې ملا پورې یو پړی وتړلو او د خلکو د ژغورنې لپاره یې اوبو ته ودانگل. هغه څوارلس تنان د اوبو څخه ژوندي را اوباسل خو د پنځلسم په تکل کې خپله لاهو شو.

د هغه له مړینې وروسته، فرمان خان له سعودي حکومت "کنگ عبدالعزیز میډل" د اتلانو تمغه ورکړه. دغه شان په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان صدر آصف علي زرداري هم هغه له "تمغه شجاعت" اعلان کړه.

د سعودي عرب سرکاري خبري اېجنسۍ "اېس پي اې" ترمخه په جده کې یو سړک هم د فرمان خان په نوم دی.

شهزاده محمد بن سلمان د روغتیا مرکز جوړولو امر پاکستان ته خپل سفر پر مهال وکړو.

په سوات کې اعلان شوې دغه صحي مرکز په اړه سعودي مامورینو د کار شورو کولو نیټې، لگښت، اسانتیاو او د دغې مرکز واک اختیار په اړه جذیات ندي وړاندې کړي.