د T20 نړيوال کپ 2024م په روانو مقابلو کې پاکستان د اييرلېنډ لوبډلې ته په درېو وکټو ماتې ورکړې او ورسره یې د نړيوال کپ سفر هم پای ته رسېدلی دی.
پاکستان له دې وړاندې درې لوبې کړې، د کېنېډا نه یې ګټلې، د امریکا او هند یې ماتې خوړلې وې.
د پاکستان او اييرلېنډ ترمنځ لوبې پچه/ ټاس پاکستان ګټلی او اييرلېنډ ته یې لومړی بېټنګ ورکړی وو.
د اييرلېنډ لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو 106 رنزونه جوړ کړي وو. د اييرلېنډ دوه لوبغاړي په صفر، يو په يو رنز او دوه په دوه، دوه رنزونو اوټ شوي وو.
د پاکستان شاهین اپريدي او عماد وسيم درې، درې، محمد عامر دوه او حارث روف يو وکټ اخستی دی.
په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې ټاکلی هدف د 19م اوور په اخري بال پوره کړی او په درې وکټو یې مقابله ګټلې ده.
پاکستاني لوبغاړو کې کپتان بابر اعظم زيات په 34 بالونو 32 رنزونه جوړ کړي، درې لوبغاړي يې محمد رضوان، صايم ايوب، او عباس اپريدي په 17، 17 رنزونو اوټ شوي دي.
په شپږم جون پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې د امريکې نه په سُپر اوور کې ماتې خوړلې وه.
په نهم جون پاکستان خپله دويمه لوبه کې د هند سره مخامخ شوی او هند ورته په شپږو رنزونو ماتې ورکړې وه.
په 11م جون پاکستان په دريمه مقابله کې کېنېډا ته په اووه وکټو ماتې ورکړې وه.
په ګروپ اې کې شاملو لوبډلو کې هند درې لوبې کړي، درې واړه یې ګټلي، امريکې په څلورو لوبو کې په يوه کې ماتې خوړلې، کېنېډا په څلورو کې په دوو کې ماتې خوړلې، او اييرلېنډ په څلورو کې درې بايللي دي.
بل اړخ ته په ګروپ سي کې شاملو لوبډلو کې د افغانستان لوبډلې درې لوبې کړي او درې واړه یې ګټلي په ګروپ کې د شپږو پواينټونو سره په سر کې دی.
د افغانستان د ګروپ وروستۍ لوبه سبا په 18م جون د ويسټ انډيز سره ده او د وړاندې نه د سُپر 8 پړاو ته رسېدلی دی.