د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې میډیا سره د خبرو په وخت غوښتنه کړې چې امریکا باید په افغانستان د بې پائلټه ډرون الوتکو پروازونه بند کړي.
بلخوا رویټرز خبري اداره وايي چې د طالبانو ویاند دا هم وویل د القاعده مشر ایمن الظواهري چې په کابل کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی، مړی یې تر اوسه نه دی موندل شوی او په دې اړه یې پلټنې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد د زیارت، پنجشبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې لا هم د افغانستان پر فضاء کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې ګرځي او په دې اړه یې له امریکانو سره په لوړه کچه خبرې شوي او ورته یې وبلي دي چې دغه ګام یې د فضايي خلاف ورزي او که په دې لړ کې څه اندېښنې لري نو باید د طالبانو د حکومت سره یې شریکې کړي.
له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ دنړیوال ځواکونو تر وتلو وروسته د تیر یو کال راپدېخوا د کابل ترڅنګ په کندهار، هلمند اوځینو نورو ولایتونو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
طالب چارواکي پر داسې مهال د افغانستان په فضاء د امریکايي بې پیلوټه الوتکوګرځېدو د مخینوي غوښتنه کوي چې امریکا
د روان کال د جولای په میاشت کې د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دالقاعده مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ.
جمهور رئیس بایډن د اګست میاشتې په دویم نېټه اعلن کړی وو چې "د خالي/ شنبې په ورځ د تمریکا پوځ زما په امر په کابل، افغانستان کې یو کامیابه هواييبرید تر سره کړ چې په کې دالقاعدې امیر، ایمن الظواهري ووژل شو."
د طالبانو حکومت دامریکايي بې پیلوټه الوتکې برید غندلی و او ویلي يې و چې کابل ته د الظواهري ورتګ او د اوسېدلو په اړه ناخبره وو او د پیښې په هکله پلټنې کوي.
ذبیح الله مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په کابل کې د الظواهري د وژل کېدو د دعوو په اړه د دوی څېړنې لا هم روانې دي.
هغه وویل:"د ظواهري د وژل کېدو د دعوې په اړه باید په هلکه باید ووایو چې تحقیقات روان دي، نتیجه یې تراوسه نه ده څرګنده شوې،هلته جسد هم نه دب تر لاسه شوی، کوم توغندی چې هلته لګېدلی او کوم هدف چې یې وبشتلی شواهد یې اه مېنځه تللی او کوم شئ لاسته نه ديراغلي."
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاند ند پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو په داسې حال کې چې طالبان د ظواهري وژل کیدل ردوي او په دېاړه د امریکا څخه شواهد غواي وویل چې موږ بیخي ډاډمن یو چې ظواهري په بریدکې وژل شوی دی.
پرایس همدارنګه زیاته کړه، دا د طالبانو پرغاړه ده چې له امریکا سره د شوي توافق اونورو تعهداتو له مخې چې د افغانستان لهخلکو سره یې کړي، په خپلو ژمنو ودریږي اوپه افغانستان او بهر ته د القاعده او داعش د خراسان څانګي د پيښیدونکو ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.
د دې برید وروسته په ټولنیزو رسنیو داسې بحثونه هم کېدل چې د ډرون برید د پاره د پاکستان د فضا د کارول شوې وه خو د پاکستان داخله وزیر او د پاکستان پوځ د دې تردید کړی وو او ویلی یې وو چې فضايي حدود یې نه دي کارول شوي.