په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت د ۲۰۰ نه زیات پوځي او حکومتي چارواکي او قانون عملي کونکي مامورین وژلي دي. دا خبره متحده قومونو د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې وکړه. د طالبانو ترجمان د یوناما رپورټ رد کړو.
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل طالبانو د عامې معافي اعلان په موثره ډول عملي کړی شوی دی.
بلخوا، د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل په افغانستان کې د انساني حقونو په صورتحال تشویش څرګند کړی او وايي طالبانو د انساني حقونو د خلاف ورزیو نوی دور شروع کړی دی.
په افغانستان کې د متحده قومونو د مرستې دفتر یوناما وويل دغه وژنې طالبانو د عامې معافۍ باوجود شوي دي.
یوناما په خپل رپورټ کې وویل طالبانو د واکمنېدو نه واخلي د سږ کال د جون د میاشت پورې يې د طالبانو سره تړلي ۲۱۸ غیرقانوني وژنې ریکارډ کړي دي.
یوناما وویل په اکثرو موقعو وژل شوي کسان طالبانو نیولي وو او په ولقه کې د ساتلو وروسته وژلي دي.
طالب چارواکي وايي د خپل مشر تابه په امر يې د پخواني حکومت چارواکو او پخواني پوځیانو دپاره د عامې معافۍ اعلان کړی دی.
مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل دریځ کې وویل متعلقه چارواکو د شخصي انتقام د ځینو واقعاتو تحقیقات کړي دي چې ځينې کسان په کې په انفرادي کچه ککړ وو خو د دې تعداد د نيشت برابر دی.
د طالبانو ترجمان وویل "د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسیږي."
د طالبانو خارجه وزارت د یوناما د رپورټ په جواب کې وویل د عامې بخښنې د خلاف ورزۍ په اړه يې څه رپورټونه نه دي ترلاسه کړي او که داسې شوي وي نو تحقیقات به يې کوي.
یوناما وايي د پخواني حکومت د غړو نیمايي وژنې طالبانو د واکمنېدو په وړمبو څلورو میاشتو کې شوي او ۷۰ وژنې تېر کال ريکارډ شوي دي.
یوناما وویل د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو خلاف د انساني حقونو دوامداره خلاف ورزۍ د تشویش وړ دي.
یوناما وویل د طالبانو دلاسه د پخواني حکومت د چارواکو د انسانی حقونو د خلاف ورزیو په مجموعي توګه ۸۰۰ واقعات رېکارډ شوي دي چې په کې د ګرفتارۍ، بې درکۍ او د تشدد پېښې شاملې دي.
زیاتره واقعات، یوناما وویل، د پخواني پوځي او پولس افسران په ضد شوي دي.
د طالبانو خارجه وزارت وویل مشر تابه يې د عامې معافۍ اعلان او په قېدیانو تشدد د نه کولو جدا امر جاري کړی دی.
د طالبانو خارجه وزارت د غیرقانوني وژنو او د پخواني حکومت مامورینو په هدف کېدو خبره رد رد کړه.
یوناما د خپل رپورټ سره د طالبانو د خارجه وزارت بیان هم شایع کړی چې وايي د پخواني حکومت کوم پوخي چارواکی په امنیتي ادارو کې د کار په لړ کې نه خو نیول شوی او نه هم پې تشدد شوی دی.
د طالبانو د بیان ترمخه، د پخواني حکومت هغه چارواکي چې د طالبانو خلاف په عسکری فعالیتونو کې شامل شوي او د نظام خلاف کار کوي عدالتي چارواکو ته معارفي کړی شوي دي.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو د انساني حقونو د خلاف ورزیو نوی دور شروع کړی دی.
اېمنېسټي انټرنېشنل د ګل، دوشنبې، په ورځ په اېکس یا پخواني ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې طالبان دې د انساني حقونو د خلاف ورزیو نه ودرول شي.
یادونه: د دې خبر زیاتره معلومات د روېټرز خبري ادارې او د اېمنېسټي انټرنېشنل د بیان نه اخیستل شوي دي