د امریکې مرستیالې صدرې کاملا هېرېس په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټک ګوند د امېدوارې جوړېدو دپاره په غېر سرکاري توګه پوره ملاتړ ترلاسه کړی دی، او د ګوند چارواکي راتلونکې مياشت د ډيموکرېټک د نېشنل کنونشن نه وړاندې په رسمي توګه د نامزدګۍ عمل ته حتمي شکل ورکولو ته تيار دي.
د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د ډېموکرېټک ګوند د 2200 نه زیاتو ډېليګېټس یا استازو د کاملا هېريس د صدراتي امېدوارې په توګه د نومول کېدو ملاتړ کړی دی.
د ډېموکرېټک ګوند لخوا د صدارتي نامزدګۍ دپاره د 1976 ډېليګېټو ملاتړ پکار دی، خو کاملا هېريس ته د زیاتو ملاتړ ترلاسه دی. خو د صدارتي نامزدګۍ حتمي فيصله به د 19م نه تر 22م اګست پورې د ياد ګوند په نېشنل کنونشن کې کيږي.
د ډېموکرېټک ګوند نېشنل کنونشن به د پينځم نومبر په صدارتي انتخاب کې د ريپبلکن امېدوار ډانلډ ټرمپ د مقابلې دپاره د خپل امېدوار اعلانوي.
صدر بايډن د صدارتي امېدوار دپاره د کاملا هېرېس ملاتړ اعلان کړی دی.
د اې پي د خبر ترمخه، کاملا هېرېس ته د ډيلېګېټو ملاتړ په اړه شمېرې د ډيلېګټو د شخصي مرکو او رياستي کچه د ګوند د مشرانو د بيانونو په رڼا کې راټولې کړل شوي دي.
هېرېس د ګل/ دوشنبې په شپه يو بيان کې ویلي، هغه ډېره زر د صدارتي نامزدګۍ قبلولو دپاره تیاره ده.
د صدر بايډن لخوا د انتخابي زغل څخه بهر کېدو څو ساعته وورسته کاملا هېرېس د خپل انتخابي کمپاين دپاره د اته کروړه ډالرو نه زياته چنده ټوله کړې ده.
د ډېموکرېټک ګوند د نېشنل کمېټۍ چيرمېن جېم هيريسن د ګل په ورځ خبريالانو سره خبرو کې ویلي، ګوند به د اووم اګست پورې د صدارتي امېدوارانو د نومونو انتخاب وکړي.
د ډېموکرېټک ګوند څو چاوراکو د 59 کلنې کاملا هېريس د صدارتي امېدوارې په توګه نامزدګۍ توثيق کړی دی، او تراوسه پورې د ګوند لخوا داسې بل کوم امېدوار مخې ته نه دی راغلی چې د هغې سره د صدارتي امېدوار د نامزدګۍ په زغل کې شامل وي.
د اېوان د استازو پخوانۍ سپيکرې او په ډېموکرېټک ګوند کې اثر لرونکې نېنسي پلوسي هم د کاملا هېريس په ښکاره ملاتړ کړی دی.
د ګل په ورځ يو بيان کې پلوسي ویلي، هغه د مرستيالې صدر کاملا هېرېس د امريکې د صدر په توګه پوره ملاتړ کوي او دا د هيواد د راتلونکې دپاره د وياړ خبره ده.
هغې ویلي، د هېرېس دباره د هغې ملاتړ سرکاري، شخصي او سیاسي دی.
د څو رياستونو ګورنرانو هم د کاملا هېرېس د صدارتي امېدوارې په توګه د نامزدګۍ ملاتړ کړی دی، چې پکې جی بي پرټرکز، ګريچن وټمر، اېنډي بيشير، ګېون نيوسم او نور شامل دي.
ياد ټول ګورنران د صدر بايډن په انتخاباتو کې د کاميابۍ دپاره فعال وو، او د بايډن د زغل څخه بهر کېدو وروسته هغوی په انتخابي زغل کې د امېدوار په توګه ليدل کېده.
کاملا هېرېس د ګل په ورځ انتخابي غونډې ته په وينا کې ویلي، هغه به په ویاړ سره د 78 کلن ټرمپ خلاف خپل ريکارډ په ځای وساتي